زغم

لیکوال:  جاوید چوهدري 

ژباړه:  بلال باسل

که لیډر وي ، سیاست دان وي ،رئیس وي که چیف ایګزیکټیو(اجرایه رئیس)  وي او که عام انسان وي اصلي ښائست یې زغم او برداشت دی، په دنیا کې کله هم یو ژر غوسه کېدونکی  (شارټ ټمپرډ) بدمزاجه او جلد باز تلواري شخص پرمختګ نه شي کولای،  معاشرې، قومونه، هېوادونه هم صرف هغه پر مختګ کوي چې برداشت ولري،د بل انسان   رایي ،خیال او فکر ته احترام ولري، متاسفانه  زموږ په هیواد ،معاشره کې ورځ تر بلې په قوت برداشت کې کمي لیدل کېږي. په موږ کې هر څوک هر وخت د یو چا په وړاندې تیار جګړې ته ناست وي،  شاید د قوت برداشت ددې کمښت لامل وي چې زموږ په هیواد کې  تر ټولې دنیا ډېر قتلونه او حادثې کېږي.

یو صحابي نبي کریم ص ته وویل، داسي یو فارموله را وښیه چې ژوند کې مې سکون راشي او ښه ژوند ولرم. نبي ص ورته وویل: غصه مه کوه .

نبي ص ویلي دي: په دنیا کې درې قسمه خلک وي.

۱: هغه چې ژر غصه ورځي او ژر بیرته خپل حالت ته راځي.

۲: هغه چې په ځنډ سره غصه کېږي خو ژر بیرته خپل عادي حالت ته راګرځي.

۳ : هغه  چې ژر غصه کېږې او په ځنډ خپل عادي حالت ته راځي،  نبي ع وویل:  په دې کې ښه دوهم قسم خلک دي بدترین درېیم قسم انسانان دي.

غوسه  ددنیا د ۹۰ فیصده مشکلاتو مور ده که چېري څوک صرف غصه قابو کړي ۹۰ فیصده مسائل یې ورسره ختمېږي ،برداشت (زغم)  ددنیا تر ټول لوی اینټي بائیو ټک (جراثم ضد) ددنیا تر ټولو لوی ملټي وټامن ده، په خپل ځان کې صرف د برداشت قوه پیدا کړئ نو تاسو ته له ایمان پرته نور د هېڅ ځواک اړتیا نه پاتې کېږي. ځینې وخت انسان د یوې ښکنځا په برداشتولو سره له زرو نورو ښکنځلو ساتل کېږي. او د یوه بد نظر ایګنورولو په خاطر ددنیا له ټولو بدو نظرونو محفوظ پاتې کېږي.

له ننه وروسته که کله هم غصه درغله فوراً د نبي ص دا توري ذهن ته راوړئ چې : “لا تغضب”  غصه مه کوه ،باوري یم چې د نبي ص دا الفاظ به مو د غصې په سړښت، زغم او برداشت کې زیاتوب راولي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مختار
میلمه
مختار

اسلام علیکم جاوید چوهدری صاحب
ډیره مننه کوم له دا مهمی موضوع د خپرولو څخه .