شعـــــرونه

غزل؛ اکرام الدين مفتون

اکرام الدين مفتون

دومره وخت نه لرم د ځان په اړه هیڅ نه وایم
عشقه د دار او د زندان په اړه هیڅ نه وایم

څو لېونیان په دې پرانستي کتاب ښه پوهیږي
چاته د دې څیرې ګرېوان په اړه هیڅ نه وایم

په ګل بې حده خفه کـېږمه ګل مه رژوئ
د نازولي طالب جان په اړه هیڅ نه وایم

بس چې رایاد شي نو په زړه دواړه لاسونه کېږدم
نور د دې ګران افغانستان په اړه هیڅ نه وایم

چې دا نـاړامـه نړۍ وتـړم په سپینه پګړۍ
مفتونه نور د خپل ارمان په اړه هیڅ نه وایم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom afghan

چې دا نـاړامـه نړۍ وتـړم په سپینه پګړۍ
مفتونه نور د خپل ارمان په اړه هیڅ نه وایم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x