افغانستان

کندهار ښار کې د اور لګېدو له امله خلکو ته ميليونونه ډالره زيان اوښتی «انځورونه»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کندهار ښار په لومړۍ حوزه کې تېره شپه اور لګېدلی و، چې له امله يې دوکاندرانو ته اويا لکه ډالره زيانونه اوښتي دي.

د رپوټونو له مخې دغه اور تېره شپه د بيټريو، پرزو، رنګونو، مبلينو او ورته نورو توکو په دوکانونو کې لګېدلی و.

ځايي خلک وايي، اور د ګاز ډبې له امله د بيټريو په يوه دوکان کې لګېدلی او وروسته د مارکيټ نورو دوکانونو او ګودامونو ته هم وغځېده.

د خلکو په وينا اطفائیې او د سيمې خلکو په ګډه اور وژلی، خو د اور د شدت له امله دوکاندارانو او سوداګرو ته اويا لکه ډالره زيان اوښتی دی.

د کندهار سربېره د هېواد په ګڼو سيمو کې د ژمي موسم کې د ګاز ډبو د چاودنو له امله هر کال ګڼې پېښې رامنځته کيږي او خلکو ته په کې مالي او ځاني زيانونه اوړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدګل اکبري

اویا لکه که اویا میلیونه ډالر ؟ هیله ده سمونه وشي

محمدګل اکبري

د اور لګېدو په رپوټ کې دا دواړه ډوله راغلي، د نن اسیا له درنې ادارې خخه منندوی یم.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x