
هلمند: طالبانو شپږ قرارګاوې او شل پوستې نيولي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي د هلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کې يې له امنيتي ځواکونو څخه شپږ قرارګاوې او شل پوستې نيولي دي.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې تيره شپه يې د هلمند ولايت کجکي ولسوالۍ اړوند د تورو اوبو، تولۍ ثقيله، محمد زو، پړاويانو او خانانو سيمو کې يې د امنيتي ځواکونو ۶ قرارګاوې او شل پوستې نيولي دي.
#الفتح
تیره شپه د هلمند دکجکي ولسوالۍ
مرکز اړوند دتورو اوبو، تولۍ ثقیله، محمدزو،پړاویانو، او خانانو دسیمو کې له ۶ قرارګاوو او ۲۰ پوستو څخه د ګوډاګۍ ادارې د مزدورې اردو عسکر، پوليس او سنګوری اربکیان وتښتیدل او دسیمې خلک یې له شر څخه خلاص شول— Ahmadi (@QyAhmadi313) January 24, 2020
احمدي وايي چې په يادو قرارګاوو او پوستو کې عسکر، پوليس، سنګوريان او اربکيان ميشت وو چې اوس له سيمې څخه تښتېدلي دي.
د هلمند ولايتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
نصر من الله و فتح القریب . انا لله و انا الیه راحعون . کل نفس ذیقته الموت . د الله ج د نصرت سره پرله بسی او نزدی فتحی به وی په دی کوچنی مبارکه ایه کی د تول مخلوق په ځانګړی دول د انسان ابتدا او انتهی نغښتی ده چه مونږ له خاورو جوړ شوی او د هغه دمخه (( عدم )) وو ، له څه وخت تیرولو وروسته بیا (( عدم )) کیږو یعنی د همدغه خاوری جز جوړیږو او د نورو مخلوق به خلاف د حساب کتاب او دایمی مجازاتو او مکافاتو تادیه کولو دپاره به… نور لوستل »
بیانزی ته: په عوض د دی چی خلک تشویق سولی ته کړی نور څه کار نلری. نص من الله و فتح القریت … تر څو به دا د قراڼ آیتونه په خپله ګټه استعمالوی؟ څه شوه سوله تاسو خو ویل چی تر آخر د دی میاشتی پوری به توافقنامه له امریکایانو سره امضا کوو. څنګه شوه توافقنانه. لکه چی پنجابی خارجه وزیر هر څه ### کړل.
یار فکر وکړی چی ټول هلمند مو ونیوو بیا؟ پدی کار سره نه سوله راځی او نه هم خلکو ته کومه ګټه رسی بلکه ګټه هغو چاته رسی چی دا د جنګ اور یی بل ساتلی لکه پاکستان او ایران په شمول د امریکایانو. بهتره خبره به دا وی چی د سولی یوه جامع لار پیدا شی تر څو به دا وژنی او پوستی فتح کول یی. و به ګورو چی دا فتح شوی پوستی تر څو پوری له طالبانو سره ساتل کیږی او طالبان به څه ګټه ورڅخه واخلی. عجیب جهاد دی.
دا ورز پاڼه همیشه ډیر درواغ لیکی۰ نو د درواعو لیکلو په اساس مو حپل اعتبار بایللی دی۰د خدای لعنت پ درواغجن وی۰
بیانزی // ایا د ## نو ثحخه به د بی ګنه انسانانو د وژلو تپوس کیږی۰
بل ته ولی ایات شریف غلط تفسیر کوی###۰