غزل؛ ملا محمد ایوب منتصر

ملا محمد ايوب منتصر

جوړې مې پر زړه د غنمرنګ د غمو لارې دي
شکلي خو نور ښه دي خو یو سترګې یې خونخوارې دي

وخاندي په سترګو کې په شونډو ژبه تیره کړي
ګل د پسرلي ده ټول خویونه یې بې ساري دي

لرې مې له مخې شه زاهده شوم پر اور مین
ماپرځان منلې د اجل د لیندۍ وارې دي

کور ته چې راځم د ګور تصویر ځان سره راوړمه
مرګه ستا جامې مې پر پښتون زړګي اوارې دي

سپین جانانه خدای دې تورې سترګې په ما ووینه
وایي (منتصر) دا نورې هیلې که مې خوارې دي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د