تامل پړانګان او طالبان

نصیب ځدراڼ

پهتاریخ کې داسې وخت نه لیدل کیږي چې انسانانو تر منځ د مختلفو وجوهاتو له مخې جنګونو نه وي شوي. قومیت، اقتصاد، مذهب، وطن او نور ډیر عاملونه دي چې د مختلفو ډلو،قومونو، افرادو او دولتونو تر منځ د جنګ سبب جوړیږي.

په تیرو څلورو، پینځو لسیزو کې اسیا لویې وچې هم د مختلفو جنګونو ننداره وکړه، چې مهم یې د امریکا او روس د یرغلونو  په ضد جنګونه،د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر له وجهې جنګونه،د سریلانکا د دولت او تامل پړانګانو تر منځ جنګ،د اسرائیل او فلسطین شخړه د بېلګې په توګه یادولی شو. د روسانو د یرغل په ضد افغانستان کې حزب اسلامي افغانستان،اسلامي حزب، جمعیت اسلامي افغانستان وو، (چې ورسته د طالبانو د امارت افغانستان په مقابله کې ودریدل، بې طرفه پاتي شول یا ورسره یو ځای شول)،په نورو ډلو کې د القاعده ده چې د نړیوال جهاد داعیه لري، همداسې په عراق کې د داعش (دولت اسلامیه فی العراق و الشام) ډلې هم ظهور وکړ،همداسې سریلانکا کې  تامل پړانګان،لبنان کې حزب الله، فلسطین کې حماس،الفتح تنظیمونه دي چې د خپلو اهدافو د حصول لپاره وسله واله مبارزه کوي.

خو زه غواړم چې د دوو ډلو مقایسه وکړم. طالبان چې په رسمي ډول «د افغانستان اسلامي امارت» یادېږي او د سريلانکا تامل پړانګان.یوه ډله له اوږدې مبارزې ورسته له ناکامۍ سره مخ شوه او بله له اتلس کلنې مبارزې وروسته د مذاکراتو له لارې د کامیابۍ په لور روانه ده،کامیابي به ځکه ورته و وایو چې زورور دوښمن چې خبرو ته درسره کیني نو دا د کمزوري جهت کامیابي ده.

د سریلانکا  ۷۰% نفوس “سنهالي” قوم دی او پاتی ۳۰% یې تاملان او نور اقلیتونه دي،تامل پړانګان(لبریشن ټایګر او تامل ایلام)  تنظیم  په ۱۹۷۶ کې کې جوړ شو تاملان په سریلانکا او د هند په تامل ناډو سیمه کې پراته دي. دوی د سريلانکا په شمال لویدیځ کې د “تامل ایلام” په نوم د خپلواک دولت جوړولو لپاره مبارزه کوله،په ۱۹۸۳ کې یې د سریلانکا دولت سره تاو تریخوالی په جنګ بدل شو.

د ۱۹۸۳ کال د جولای په ۲۳ نیټه د تاملانو په اکثریتي سیمه کې د سریلانکا په عسکر برید وشو او ۱۳ عسکر و وژل شول، له دي ورسته په پلازمینه کولمبو کې د “سنهالي”  قوم پرستانو له طرفه د “تاملانو” په کورونو بریدونه وشول او په سلګونه تاملان یې و وژل.

د تاملانو مشر ” پربهاکرن” له دوی څخه د  انتقام اخیستلو اعلان وکړ او د دولتي عسکرو سره یې په “سنهالیانو” او دوی په قومي مشرانو بریدونه پیل کړل.

“تامل پړانګان” د نورو ګوریلا یا چریکي ډلو نه جلا ډله وه، علت یې بحري پوځ، ځمکنی پوځ او تر محدوده اندازه هوایي ځواک درلودل و. ورسره د “بلیک ټایګر” په نوم کنډک و چې انتحاري بریدګر یې درلودل چې زیات شمیر یې ځوانان او د  ښځینه وو هم وو. د انتحاري بریدونو لپاره یې له الوتکو هم کار اخیست،د دي کنډک بریدګرو په خپلو بریدونو کې د هندوستان لومړی وزیر “راجیو ګاندهي”،د سري لنکا ولسمشر “رانا سنکهي پریماداسا” اود سريلانکا د دفاع  وزیر “رنجن وجیر انتی” و وژل.د تامل پړانګان او تر واک لاندي سیمې شکل که مکمل دولت نه و نو تر دولت کم هم نه وو.د هندوستان ملاتړ ورسره و،د هندوستان په تامل ناډو ایالت کې یې جنګي تربیت لپاره کیمپونه درلودل.په غله او اختطاف به یې پیسې پیدا کولې او د هغو هیوادونو څخه به یې پیسې اخیستې څوک چې د سریلانکا مخالف وو یا یې په دي جنګ کې خپلې ګټې لیدلې.په دي جنګ کې ۷۰ زره خلک و وژل شول.

د تامل پړانګانو د ماتې علتونه

په ملکي سیمو کې یوې عسکري ډلې ته تر اوږدي مودې لپاره خپل فعالیت ته دوام ورکول سخت وي، که څه هم مکمل واک د دوی  په لاس کې وي، خو د اداري کارو لپاره  مامورینو ته ضرورت وي،نړیوالو اړیکو لپاره مسلکي ډپلوماتانو او اقتصادي کارپوهانو ته ضرورت لري. ورسره ښه تنظیمي جوړښت، په تنظیم د یوه مشرا کلک واک او امر تابع تنظیم،مکافات او مجازات،بل دا هغه کمزورتیاوې وي چې تامل پړانګانو درلودلې، خو مقابل کې یې د سریلانکا نسبتاً یو کمزوری دولت و چې  دوه دیرش کاله ونه توانیدو چې تامل پړانګان وځپي.

د هند سمندر نه ګرد چاپیر هیوادونه د نړۍ څلویښت سلنه خام تیل تولیدوي، او اویا سلنه تیل د همدې سمندر له لارې تیریدو ورسته د نړۍ مختلفو هیوادو ته رسیږي. په ۲۰۰۱ کال کې د  “ناورې” هیواد په منځګړتوب د تامل پړانګانو او د سریلنکا د دولت تر منځ مذاکرات وشول خو ناکام شول.هم دي وخت کې د تامل پړانګانو مشر “پربهاکرن” او د مهمو قوماندانانو تر منځ اختلافات پیدا شول.د پربهاکرن د دیکتاتوري پالیسیو له وجهې د دي ډلې مهم مشر “کرنل کرونا امن” له تامل پړانګانو څخه جلا شر او وسله یې په ځمکه کیښوده،د سریلانکا دولت هم ښه راغلاست ورته و ویل.

د تامل پړانګانو مشر “پربهاکرن” تمرکز یواځې پر پوځې عملیاتو وو،هیڅ سیاسي هلې ځلې یې نه کولې، که څه هم د سریلانکا دولت په کولمبو او تر خپل واک لاندي سیمو څخه تر لس زرو زیات تاملان د بندي کولو نه ورسته ورک کړل خو د پربهاکرن اول هدف د “سنهالیانواو دویم د  سریلانکا د دولت په ضد نفرت خپرول او دویم په دوی بریدونه کول وو،نتیجه یې د نړۍ ۳۲ هیوادونو دوی تور لیست ته واچول شوه.که دوی هڅه کړي وه دوی په نړۍ کې خپل غږ پورته کولی شو خو دوی دا کار ونه کړ.

بالاخره چین،امریکا او جاپان د سریلانکا په جغرافیایي موقعیت کې خپلو ګټو په لیدو سره د سریلانکا د دولت سره همکاري پیل کړه. ولسمشر مهندرا راجه پکسي “سنهالي” ملت پالان  بیا د ځان سره یو کړل خپل پوځ یې نور هم مضبوط کړ او په ۲۰۰۸ کال کې د تامل پړانګانو مهم مرکز  “ملاوي” د دولتي ځواکونو له لخوا ونیول شو او یو کال ورسته په ۲۰۰۹ د مۍ په ۱۷ نیټه د تاملانو مشر پربهاکرن ژوندی ونیول شول او د تیښتې د ناکامې هڅې ورسته و وژل شو او داسې د تامل پړانګانو مقاومتي تحریک ختم شو.

طالبان

د طالبان تحریک د واک نیولو لپاره نه و پیل شوی، بلکې د پاټکیانو او هغو غلو د مخنیوي لپاره پیل و چا چې د روسانو د وتلو او بیا د نجیب د ادارې د سقوط نه ورسته په غم ځپلیو خلکو د ټوپک په زور واکمني پیل کړه او قانون یې ټوپک و، خلکو د طالبانو په تحریک کې خپل نجات ولید،هر کلی یې ورته و ویل،واک ته رسیدل او سقوط یې زما د لیکنې هدف نه دی بلکې غواړم د یوه مقاومتي تحریک په نظر د دوي مبارزې ته وګورم.د ناټو د یرغل ورسته کله چې امارت سقوط وکړ، طالبانو د “سر” کسان یې اکثر بندیان شول،نورو خپلې سیمې پریښودي او په غرو کې یې ژوند  پیل کړ،نړۍ یې مشران تورلیست ته واچول او د مشرانو په سر یې پیسې اعلان کړي، جورج بوش د مرګ یا زندان لارې ورته پریښودې.

د نړۍ په سطحه که له اقتصادي نظره ورته وګورو،یا  پوځي قوت یې وبولو یا که د سیاست په ډګر کې ورته وګورو د طالبانو مقابله له خپل ځان نه سل چنده قوي دوښمن سره وه،د نړۍ په مخ هیڅ داسې هیواد نه و چې د دوی ملاتړ وکړي،نن اتلس کاله پس هم طالبان نږدي شوي چې د امریکایانو سره توافق نامه لاس لیک کړي د کوم د مخې به امریکایان خپل ټول عسکر له افغانستان نه اوباسي.

د طالبانو مقابله د تامل پړانګانو غوندي د یوه کمزوري هیواد سره نه بلکې د ناټو غوندي ۴۹ د نړۍ پرمخ تللیو هیوادو سره وه، او د تاملانو غوندي هوایي او سمندري ځواک یې هم نه درلود، نه د کوم هیواد مرسته ورسره وه چې سړی دا فکر وکړي چې د الوتکو ضد اسلحه یې ورکړه یا یې داسې میزایل ورکړل چې لکه یوه لویه سیمه یا پوځي مرکز دی ورباندي ویجاړ شي،اکثر چې دوی کومه اسلحه استعمالوي هغه تور بازار یا په قاچاقي ډول ډیر په آسانۍ سره تر لاسه کیږي،مثلاً آر پی جي راکټ،کلاشنکوف، پیکا وغیره. نو بیا څنګه دوی وتوانیدل چې خپل زورور دوښمن یې د مذاکراتو میز ته راکش کړ؟

امارت د کامیابۍ علتونه!

د طالبانو تر ټولو مهم قوت د دوی عقیده، په خپله رهبرې کامل یقین او تنظیمي جوړښت دی.تر دیارلس کالو یې په داسې حال کې جنګ وکړ چې د خپل امیر ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله پیغام به په یو او بل اختر کې ورته راتلو، د مشرانو له طرفه به په لایحه لارښونې ورته کیدي،دوی به لبیک ورته ویل، د امارت لپاره لوی امتحان د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات خبر و، له ډیرې مودې راهسې د دوی په تنظیم دا کوشش روان و چې د چوکۍ، مراعاتو یا د څو ولایتو د واک ورکولو سره دوی کې اختلاف پیدا شي او د تنظیم د مشر وفات ښه موقع وه چې دوښمن په دوی کې اختلاف پیدا کړي خو شهید ملا اختر محمد منصور نه یواځې امیر شو بلکې د سر په بیه یې خپل مقاومت نور هم ګړندی کړ.په یوه ورځ ۱۶ والیان او نور لسګونه مسؤلین بدل شي خو تر اوسه موږ دا مثال نه دی لیدلی چې څوک دي د مشر تابه د پریکړې څخه سر غړونه وکړي.

دویم د طالبانو مقاومت  د یوه قومي، لساني یا د سیمې د واک لپاره نه و بلکې د یرغل د خاتمې لپاره و، په دي مقاومت کې دوی د هر هغه څه څخه ځان وساتو کوم چې د فرقه ایز، قومي یا لساني اختلاف سبب جوړیدی شو، د داعش غوندي یې په هغو شیعه ګانو بریدونه ونه کړل چې عملاً د دوی په خلاف په جنګ کې ښکیل و، یا د تاملانو غوندي په “سنهالي” قومي مشرانو بریدونه وکړل او ویې وژل،ډیر قومونه شته چې اکثریت یې د دوی په خلاف د ناټو یا د کابل د ادارې سره  د جنګ په میدان څنګ په څنګ جنګیږي،خو طالبانو  خپل جنګ ته د هغه قوم  خلاف جنګ نوم ور نه کړ.نتیجه یې په غزني، زابل او  لوګر کې ډیر هزاره ګان په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر واک لاندي دي ځان د یوه امن په فضاء کې احساسوي.او د طالبانو په تحریک کې څوک کم څوک زیات ازبکان،پښتانه، پشه یان،تاجکاو د هر قوم خلک جنګیږي.

درېم په دوښمن ترحم د طالبانو یوه ګټوره پالیسې وه، د دوښمن مرګ او انتقام ورڅخه  اخیستل دا په جنګ کې ښکیلو مخالفو ډلو ارمان وي، خو لسګونه ځله موږ ولیدل چې طالبانو عسکر د جنګ په میدان کې نیولي او سره د جیب خرڅ یې بیرته خوشي کړل،دی کار د دوی او داعش تر منځ د توپیر یوه لویه کرښه راکش کړه، خلکو به طالبان او داعش ته په یوه نظر کتل، خو داعشیانو په عراق او شام کې ژوندي عسکر وسوځول، په پنجرو کې یې بند او په اوبو کې یې ډوب کړل خو طالبان خپل دوښمنان په عزت سره خوشي کړل بلکې د دوی تسلیمدلو ته یې هم “د مجاهدو سره یو ځای کیدو” نوم ورکړ.

څلورم په ملکي سیمو کې یې فعالیت وکړ خو په دوی یې تکیه ونه کړه، په روان جنګ کې د ملکي خلکو ژوند متاثر کیږي، که څوک یوه سیمه د بل چا څخه ونیسې نو باید هغه د سیمې خلکو ته تر خپله وسه آسانتیاوي برابرې کړي او امنیت ورکړي، عدالت قایم کړي،طالبان په واک کې نه دي چې وزراتونه جوړ کړي خو روان جنګ کې یې صحت،لوړو زده کړو،ملکي تلفاتو،تعلیم او تربیه او د شکایاتو  کمیسونونه جوړ کړل او تر ډیره حده یې د خلکو د ضرورتونو  پوره کولو کوشش وکړ.او په دي د طالبانو دوښمنان هم اعتراف کوي چې د افغانستان ولس د دولتي عدالتي نظام نه د طالبانو په عدالتونو ډیر باور لري.

پینځم طالبانو یواځې په جنګ تمرکز ونه کړ، تامل پړانګانو په ځان د نړیوالو سره د روابطو  دروازې بندي کړي،یا یې د سیاسي اړیکو جوړولو کوشش ونه کړ، خو طالبانو سیاست یا د نړیوالو سره د خبرو اترو هیڅ موقع د لاسه ور نه کړه،په اوربند کې یې وښوده چې دوی یو قوت دي او کولی شي چې په یوه ورځ کې جنګ ختم کړي،د همسایه هیوادونو سره ښې اړیکې د طالبانو یوه لویه بریا ده،نه یې د تاملانو غوندي یواځې په هند تکیه وکړه او نه یې د داعش غوندي ټوله نړۍ د ځان دوښمنه کړه،بلکې اکثر همسایه او بیا په سیمه کې د امریکا د مقابلې د مهمو طاقتونو لکه چین او روسیه سره ډپلوماتیکې اړیکې جوړې کړلې،نتیجه یې د قطر دفتر په شکل کې د دوی د رابطې او مذاکراتو لپاره یو لوی ادرس جوړیدل وو.

شپږم د ناروي په منځګړیتوب د تامل پړانګانو او د سریلانکا د دولت تر منځ مذاکرات وشول خو ناکام شول، علت د پربهاکرن هغه غوښتنې او ضد و چې د منلو وړ نه و، طالبانو په مذاکراتو کې هر ګام ډیر په هوښیار توب واخیست، غوښتنې یې په نړیوال او سمه ایزو قوانینو سره د منلو وړ وي، او د مذاکراتو سره یې نظامي ډګر کې د امریکایانو سره کلکه مقابله جاري وساتله، په ۲۰۱۹ کال کې امریکایانو د افغان ځانګړو ځواکونو په همکارۍ د طالبانو د ځپلو په موخه ډیر قوي عملیات وکړل،امریکا وغوښتل چې د ټرمپ د یوه ټویټ په ذریعه په دوی فشار راوړي چې د مذاکراتو په دوران کې دوی جنګ ودروي، خو طالبانو د دوی تر ټولو لوی مرکز باګرام هم تر برید لاندي راوست، او سره له دوی د بریدونو  او بمباریو یې داعش ته په ننګرهار کې ماته ورکړه، او د طالبانو په دي بریا نړیوالو رسنیو هم اعتراف وکړ.

اووم او زما په نظر تر ټولو مهم ټکی دا چې طالبان د نورو ډلو په پرتله ژورې او پراخې ولسي ريښې لري. افغانانو اسلام نه یواځې د مذهب بلکې د کتلور په توګه هم منلی،طالب چې د مدرسې زده کوونکي ته ویل کېږي، د ولس د غم او ښادۍ هر مجلس د طالب او ملا په مشرۍ ترسره کېږي. د طالبانو اسلامي تحریک له دغه ډول پراخو او ژورو ولسي اړیکو سره رامنځ ته شوی. همدا یې لامل دی چې د دښمن له پراخو تبلیغاتو سره سره د ولس او طالب ترمنځ نژدې او ژورې اړیکې کاواکه نشوې، بلکې ولس د طالب د ملاتړ او حمایت لپاره هره قرباني ومنله.

پایله

د تامل پړانګانو سره د طالبانو توپیر د قوم نه بلکې د یرغلګر په ضد جنګ، د ولس سره ښې اړیکې پالل او تر ممکن حد د دوی د مشکلاتو مخنیویؤ، سره له دي چې دوی په تور لیسټ کې و د نړیوالو سره د سیاسي اړیکو لار خلاصه پریښودل او تر ټولو مهم د جنګ  په ډګر او د مذاکراتو په میز مبارزه کول دي.او تر اوسه دا مبارزه روانه ده،موږ دا طمع لرو چې نتیجه به یې د یوه سوله ایز افغانستان په شکل کې موږ و وینو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
10 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمدولي ( نوري)
میلمه
محمدولي ( نوري)

دغه عنوان غلط دی((دامارت دکامیابۍعلتونه))
بایدداسي ولیکل سي((دامارت دکامیابۍ خوبیاني(ښیګڼي) ))

احمد
میلمه
احمد

نصیب ځدراڼ صاحب کور دی ودان په دې ښکلې شننه او پرتله ښکلی مضمون وو مهمو ځایونو ته دی دخلکو او مسؤلینو نظر ورګرزولی وو هیله ده چی د پاکستان او هند جنګونو ته هم چی د کشمیر په سر یی کړی پوره او مکمله رڼا واچوي چی څه ترې زده کړو درناوی

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
نصیب ځدران ته،
د تامل پړانګانو څخه چه طالیبانو یو شی زده کړی نه دی لیکلی ،
هغه ځانمرګی بریدونه دی،د تامل پړانګانو ځانمرګی بریدونه په ټوله دنیا کی رواج کړل.او طالیبانو هم دا ځانمرګی ور څخه زده کړل.

جميل
میلمه
جميل

الله تعالی دی د دی ليکنی اجرونه درکړی
يوه خبره چی له ډيره وخته می زوروی هغه داده چی مونږ ولی پخپلو مجاهدينو لنډ کالی اغوندو ، که نظامی پطلون وی پروا نلری خو همداسی نظامی افغانی کميس دی پر واغوندی . هغه لښکر چی نړيوالو ته ماته ورکوی اړ ندی چی د نورو پيښی او تقليد وکړی ، نور اسلامی لښکرونه بايد د دی غښتلو تقليد او زده کړه ځنی وکړی لکه همدا اوس چی د نړی ډير مجاهدين کميس او پرتوګ اغوندی .

مجاهد
میلمه
مجاهد

د خپلو خلکو ، خپلواکی، خاوری، مقدساتو او ناموس دفاع او ساتنی د پاره طالب مجاهدینو د یوویشتمی پیړی نړیوال دجالی وحشی قدرت ته د همدی استشهادی بریدونو به مپ شرمیدلی ماتی ورکړه همدا د الهی نصرت یو الهام وو طالبانو تری پوره استفاده کړی او کوی . بوش همدا خبره دنظم نوین جهانی لوړپوړو مشرانو ته کړی وه چه [[ مونږ د بوره ساز او سامان سره افغانستان ته تللی وو چه طالبان به په اونیو لا میاشتو کی محوه او یا مهار کړی شو کلونه تیر شول او دریمی لسیزی ته نزدی شوی ]] . بوش ویل [[… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه، مجاهد صاحب ته، مشوره څخه د مڼنه.دا ته چه لندن ته زغلیدلی یی ولس او افغانستان ته د څه کړی؟د جنګ د تودولو لپاره شپه او ورځ لاپ تاپ ته پروت تبصری لیکی، ځانمرګی بریدونو تاریخ وسپیړه دا بریدونه د تاملو پړانګانو په لاره اچول. کله به چه تامل پړانګی، ځانمرګی ته راضی شو نو ځانمرګی به د پړانګانو مشر ځان ته دعوت کړ یو ځای به یی ډوډی وخوړه،تامل پړانګی فقط د خپل مشر سره لیدلو دوډی خوړلو په بدل کی ځانمرګی کاوه. طالیبان په قسماقسم لاری ځانمرګی پیدا کوی. تامل او افغان جګړه کی ټول غریب… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

مجاهده! د گور پر غاره دی پشه ده اخرت لری د خدایه وبیریژه!! ونیسه چیلج درکوم، د یو نریوال مشهور عالم په فتوا د زانمرگی روا والی ثابت کره!!! البته خپل د خیتی او کم علمی منطق دی مه وایی او مه هم د طاهر اشرفی فتوا راته وایه.حتی مولانا فضل الرحمن لا زامرگی ناروا یادوی او افغان جگری ته د پشتنو زوانان استول د غرب فرمایش او د پنجاب تطبیق بولی. تاته لژ عقل په کار دی، ولی دی دا د عقل سترگی ترلی دی؟ ته سنگه مسلمان یی چی د یو نفر مسلمان عسکر دقتل لپاره په عام… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

پشتین او عبدالله صاحبانو سلامونه! که زه پوه شم مونږ یو د بل سره په خبرو او مناظرو بدلون راځی مونږ به خامخا درسره تر هغی مناظری جاری وساتو چه مثبت بدلون ووینو. پشتین صاحب! د زمکی او زمونږ او ستاسی په شمول د ټولی نړی، کایناتو او مخلوقاتو خالق او مالک خالق لایزال دی، کله چه مونږ مرو ځان نه شو ژغورلی یعنی د ځانو مالکیت هم نه لرو، ادم ع له پیدایشت تر دیرو پیړیو پوری شخصی مالکیت او حتی هیوادو شتون نه درلود د حرص ، استثمار او استعمار په واسطه رامنخټه شوی ، له منځه ځی… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

عبدالله صاحب ! غوشتل می چه پشتین صاحب او تاسی دواړو ته په یوه تبصره کی ځواب ولیکم مګردا چه دهغه په اړه تبصره اوږده شوه نو تاسی د پاره می بله مستقله تبصره ولیکله : که زمونږ به اړه ستاسی معلومات دا وی چه زه بی علمه یم نو بیا له مونږ څخه پوښتنی ته اړه نه لری او که د کمیشن د پاره د خلکو سپکاوی کوی نو بیا خو ستاسی بی علمی او بیباکی تاسی په خپله په ډاګه کوی . زما د ملعومات له مخی ستاسی د پوښتنی ځواب : ځانوژنه نه یواځی د نورو د… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

استشهادی او انتحاری عملیات دوه بېل بېل مفاهیم دی. استشهادی او انتحاری فکر – عمل د وسلو د تکنولوژیک پر مختګ یا انقلاب سره مستقیمه اړیکه لری معنا دا چی تر اویا اتیا کلونو مخکی پوری د جګړو په ډګر کی انتحاری عملیاتو یا انتحاری حملو هیڅ رول نه درلود یا په بله ژبه د تُرو او غشو په زمانو کی انتحار ته اصلاً ځای نه ؤ البته ځای به ؤ خو مقابل طرف ته هیڅ ډول زیان نه رسېدی او فقط انتحار کوونکی خپل ځان له لاسه ورکاوه. انتحاری یا استشهادی عملیات او ددې عملیاتو روحیه او مفکوره هله… نور لوستل »

نصرت
میلمه
نصرت

هر څومره ځانونه سپین کړی بیا هم مونږ امارت او طالیبزم نه غواړوو . ههههههه دسیمی هیوادونو سره ښی اړیکی لروو ؟ ځانته مو دفتر خلاص کړی ؟ قاچاقی وسلی پیدا کیږی لکه پیکا ، او راکت او وغیره

غلام سخی بکواهی
میلمه
غلام سخی بکواهی

یاره دا بعضی خلگو عقل او منطق ته دی حیران یم بس لیک لوست یه زده کری دی بس ده روشن فکری او دیموکراسی ادعا کوی او ده استشهادی او زان مرگی ده جنگ او جهاد په معنا او مفهوم نه پوهیژی نن خو زموژ دین ناموس خاوری باندی یهود اونصارا عملا تجاوز کری دی او جهاد فرض عین دی او دا جهاد خو بیا یوازی پر طالب باندی نه دی فرض تاسی روشن فکرو باندی هم فرض دی او که تاسی دین ناموس خاوری باندی خوا نه بدوی او دا خلگ چی اسلام او افغانستان په کیسه کی ندی… نور لوستل »