د فرويد له نظره نارسيسيزم

څېړنه: سید اصغر هاشمي

نارسيسيزم (نرګسيت) د لومړي ځل لپاره د فرويد په وسيله د نويو نظرياتو پر اساس کشف شو او تر نن ورځ پورې يې څرکونه په ټولنې کې شته او د همدې ستونزې له امله کله کله ساديزم او مازوخيزم هم پيدا کېږي، يعنې نارسيسيزم، ساديزم او ماروخيزم د مثلث هغه درې خواوې دي چې يو پر بل اغېزې لري او د يوې ستونزې له کبله بله هم پيدا کېدای شي. نارسيسيزم (نرګسيت) کشف د انګۍ او نرګس له اسطورې شوې ده.

پښتو کې په ځان مَېنتوب، په فارسي – دري کې خودشيفګي، په انګليسي کې نارسيسيزم د يوناني ژبې له نارسيس څخه اخيستل شوې ده چې اصلي مرجع يې د نرګس نارسيسيوس اسطوره ده چې د انګۍ او نرګس د اسطورې په نوم هم يادېږي. دا له ځان سره له حده زياتې مينې بيانوونکې موضوع ده او په خپلو ټولو دننني او بهرنيو کړنو مَېنتوب دی او د دې رواني رنځ اصلي مرجع د انسان دنننی رغښت دی.

فرويد په دې نظر دی چې د نارسيسیزم بېلابېل ډولونه د انسان له پيدايښت سره يو ځای منځته راځي، کله کله رواني انساني ستونزې په ژينيتيکي ډول له کورنيو انسان ته په وراثت کې انتقالېږي او په انسان جبراً تپل کېږي، انساني اراده پکې رول نه لری.

کله کله مې په ځينو انسانانو زړه درد وکړي چې له کورنيو څخه ورته په وراثت کې ځينې خراب عادتونه او ستونزې رانقل شوي وي او دوی يې په ستونزو اخته کړي وي.

که يو ماشوم شَل پيدا شي نو دا ستونزه ورته له کورنۍ پاتې وي چې د ده ملامتيا پکې نه وي، که کومه رواني ستونزه ورته له کورنۍ پاتې وي نو په دې صورت کې هم ماشوم ملامته نه دی.

په ځان مَېنتوب موضوع له ماشومانو په لويانو کې ډېره ليدل کېږي، کله چې ماشوم لوی شي، په خپل ظاهري جوړښت (کالي، وېښتان، په لاره تګ او داسې نور) مسايل يو نه يو ډول نارسيسيزم دی چې د فرويد د پورته خبرې په تاييد هر انسان يو نه يو ډول نارسيست دی خو د افراط په صورت کې بيا ستونزه جوړوي او يا منفي نارسيسیزم سم کار نه دی.

په ځانګړي ډول په نرګسيت اخته کسان له نورو سره علاقه نه ښيي، د نورو استعداد ته ارزښت نه ورکوي او
له خپل مسلک خلکو سره ناسالم رقابت کوي، خپل ځان له ټولو وړ ګڼي، د نورو په ذکاوت سترګې پټوي، د القابو خوښولو مينه وال وي او په خپلې ستاينې خوشحالېږي.

په حماسو کې د قدرت غوښتنې او نرګسيت اړيکې

نرګسيت بېلابېل ابعاد لري، د نرګس خپله قواره خوښېده او په خپل ښايست مَېن شو نو داسې خلک هم شته چې په خپلو پيسو مَېن وي او يا قدرت غوښتونکي وي. په حماسو او اسطورو کې ډېر داسې مسايل شته چې د نرګسيت تر سرليک لاندې پرې بحث کېدای شي.

په پښتو ادب کې د امير کروړ شعر دی:

زه يم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نه شته
په هند و سند په تخار و په کابل نه شته
بل په زابل نه شته
له ما اتل نه شته( )

په پورته شعر کې (زه) د امير کروړ اراده ده چې په اروا پوهنه کې د (من) په معنا ده، په حقيقت کې دا يو ډول په ځان مَېنتوب دی.

په دې شعر کې د (زه) کلمه څو ځله تکرار شوې ده چې په حقيقت کې يو ډول داسې بحث ته اړتيا لري چې څرکونه يې نارسيسیزم ته رسېږي، په حماسو کې د جنګ او جګړې خبرې او پهلواني په يو نه يو ډول له نارسيسیزم سره اړيکې لري.

په ځينو حاکمو طبقو کې اقتدار غوښتونکي او مستبد مشران ديکتاتورانه عمل کوي او کوښښ کوي چې رعيت د زور په وسيله تابع کړي او د خپلو ګټو لپاره د نورو ګټې له پامه غورځوي، ځان ورته له ټولو لوړ ښکاري او په دې ډول نظام کې يو نه يو ډول ظلم کوي، د افغانستان په تاريخ کې هم داسې په نوم مشـران ډېر تېر شوي دي چې په يو نه يو ډول په نرګسيت اخته وو او ټولنې ته يې د زيانونو څرکونه تر نن پورې ليدل کېږي. ديکتاتوران خپل اوامر پر خلکو تحميلوي او خپل شخصـي نظريات ورته ډېر ښه ښکاري، د نورو پوهه او شخصيت څخه سترګې پټوي، خپل ناسم نظريات ورته سم ښکاري، خپل ناسم عملونه ورته سم ښکاري او د نورو نظريات ورته د منلو وړ نه وي، داسې خلک ټولنې کې ظلم کوي، خپل افکار ورته له نورو ډېر ښه ښکاري، وېره خپروي او داسې نور… چې دا ډول کړنې په يو نه يو ډول نارسيسيزم دي.

د نارسيسيزم ستونزه د وراثت او ټولنيزو لاملونو پر اساس پيدا کېدای شي. ځينې کورنۍ د ماشوم ذکاوت او شخصيت ته پاملرنه نه کوي، عزت النفس يې پايمالوي چې کله لوی شي نو کوښښ کوي چې خپل ځان نورو ته ثابت کړي نو په رواني او روحي ستونزو مبتلا کېږي. د جنسـي ګډودۍ په وسيله هم دا ستونزه پيدا کېدای شي او په ناځانخبري کې د نرګسيت پرتې خبرې کله کله ځان ښکاره کوي، د ژوند په بېلا بېلو مرحو کې پيدا کېدای شي.

مثبت نارسيسيزم پخه ځوانۍ کې پيدا کېږي او د ده په کړو وړو، خلاقيت، ذکاوت او په شوخ طبعۍ کې ښکاره کېږي. په ناځانخبري کې د ايګو او سوپر ايګو د انسان د شخصيت جوړولو په برخه کې لوی کار کوي.

د انګۍ او نرګس اسطوره

نرګس په يونان کې د ښايسته شهزاده اسطوره ده، دی ډېر ښکلی وي او د نجونو د مينې پروا نه کوي، د حماسو يوه ځانګړنه دا ده چې اصلي کرکټر او قهرمان د مينې په مقابل کې بې پروا وي.

نرګس د يوناني کيفسيوس زوی دی، مور يې له يو راهب څخه پوښتنه کوي چې زما زوی (نرګس) به ډېر عمر ولري او که نه؟ راهب ورته وايي، ستا زوی به تر ډېره ژوندی وي خو په دې شرط چې ځان ونه پېژني.

انګۍ يونانۍ ښکلې الهه ده او ډېره خبر لوستې وه، په يوه ښکلي شهزاده (نرګس – Narcisus) مَېنه شوه خو نرګس يې مينه قبوله نه کړه، يوه ورځ نرګس خپل قواره په اوبو کې ګوري او په خپل ځان مَېنېږي، د مينې د لاس ته راوړلو (په ځان مَېنتوب) لپاره چغې وهي او د اوبو پر غاړه مړ کېږي او د نرګس په نامه ګل يې په مړي شين کېږي.

د نارسيست فکر فرويد د همدې اسطورې اخيستی دی او همدارنګه په همدې ډول له نورو اسطورو او حماسو څخه يې هم داسې خبرې اخيستي دي چې د حماسو او اروا پوهنې اړيکې ثابتوي.
د فرويد د ډېرو کمپلکسونو په شان يې دا فرضيه د نرګسيت ده چې له حماسو يې کشف کړه او په معاصره اروا پوهنه کې د بحث وړ موضوع ده.

نرګسيت (نارسيسيزم) د ساديزم او مازوخيزم سره اړيکه لري او فرويد د انګۍ او نرګس له اسطورې څخه د نارسيسيزم رواني اصطلاح ثابته کړه، په ازاد نظم کې د نرګسيت د کيسې لنډيز دی:

وايي، وايي چې پخوا، پخوا يونان کې
يوه مشهوره الهه وه
ښکلې لور د هسکو غرونو
زېږېدلې په ځنګلو کې
روزل شوې شنو درو کې
مور يې نوم ورباندې کېښود (انګۍ)
په پالنګ د شنيلو به يې ارام کړو
د بهار وږمې په شا باندې سپره به ګرځېده…
(انګۍ) سر تر پښو ښکلا وه، زيبايي وه
خو درلود يې يو لوی عيب يو بد صفت
خبر لوڅه وه بې شانه،
ګړېدله به ډېره زياته
په خوله حاضر جوابه
وروستنۍ خبره تل کړله (انګۍ)
يوه ورځ د ورځ (ژونونو)
مقدره رب النوعه چا خبر کړه
چې مېړه يې (روپيتر)
د ځمکو اسمانونو خود مختاره زمامدار
چېرته پټ، پټ د ځنګلونو او چينو له الهو سره
کوي بوس و کنار
(ژونونه) شو حسوده
تروره ګرځېدله خپل مېړه يې لتولو
مخامخ شوه له انګۍ سره
(انګۍ) پيل کړو په خبرو
(ژونونه) دومره شوه په سوال ځواب مصروفه
چې الهو فرصت پيدا کړو
زر زر لاړې شولې پټې هره خوا
چې (ژونو) شوله خبره له احواله
نو له قهره يې (انګۍ) ته داسې وويل:
ای بې شرمې! خبر لوڅې!
په دې ژبه دې چې زه وغولولم
پس له دې نه به نور هيڅ در په کار نشي
بس يوازې به پروايي تش ځواب
همېشه به وروستنۍ خبره ستا وي
خو هيڅکله به اغاز د کلام نه کړې
يوه ورځې يو نا اشنا ښکلی زلمی
په نوم (نرګس)
د طبيعت د ارواګانو نازنين زوی
راوتلی و په ښکار د غرو په لوري
لومړی ښکار يې په نصيب
د بې نصيبې (انګۍ( زړه شو
لېونۍ شوله له عشقه
پټه، پټه په نرګس پسې (انګۍ) شوله روانه
زړه يې ډک و د خوږوخوږو خبرو
خو اغاز يې د کلام کولای نه شو
منتظره وه نرګس ته
چې لومړی يو څه بيان کړي
د (انګۍ) اواز تيار په ژبه پروت و
يوه نورځ نرګس يوازې ګرځېدلو
نور ښکاري ياران ترې ورک و په درو کې
داسې غږ کړ:
تاسې چېرته ياست؟ زه دلته يم، زه دلته!!
(انګۍ) زر ورته ځواب کړو چې:
زه دلته يم! زه دلته!
د (نرګس) حيرانوونکو سترګو
هاخوا دېخوا وکتل
خو هيڅوک يې نه ليدل
نو بيا يې غږ کړ:
راشه! راشه! دلته راشه!
(نرګس) بيا داسې ناره کړه:
ته ما ولې ځوروې، راځه چې سره يو ځای شو؟!
(انګۍ) د زړه له کومې په اخلاص په مُحبت وويل داسې:
راځه چې سره يو ځای شو! راځه چې سره يو ځای شو!
په جلتۍ شوله نژدې د نرګس خواته
چې لاسونه کړي تر غاړې ور چاپېره
کبرجن نرګس زر شاته قدم کېښود
ورته يې وويل:
مرګ مې قبول دی، نه ژوندون مې ستا په غېږ کې (انګۍ) ورته تکرار، تکرار ځواب کړو:
ژوندون مې ستا په غېږ کې! ژوندون مې ستا په غېږ کې!
نرګس ترېنه روان شو، دورې، دورې
انګۍ له شرمه پټه په ځنګلو شوه
ښکلی جسم يې ورو ورو محوه شو د عشق له غمه
غوښې پلې په تدريج ويلې کېدې
له هډوکو يې ډبرې جوړېدې
خو يوازې باقي پاتې تر ابده يې اواز شو
په قديم عادت تر اوسه ځواب واييچې څوک غږ کړي
اخري اخر خبره به همېشه کوي (انګۍ)( )

نارسيسیزم (په ځان مَېنتوب) ډېر وخت د داسې کړنو لامل ګرځي چې د بل فرد د اذيت لامل ګرځي. په منفي نارسيسیزم اخته انسان د نورو موجوديت نه خوښوي او ځان ته عذاب او دوزخ ګڼي، ځکه دومره په ځان کې ورک وي چې له ځانه پرته بل نشي ليدی، دلته علت ځانځاني او ځان غوښتنه ده، ځکه نو په ځانځاني ښامار کې د انسان ښامار يې ځان غوښتنه ده او دوزخ يې په ځان کې دی.( )

د نړۍ له ټولو تاريخي حماسې ګلګمېش، د يوناني ژبې الياد او اوديسه، د هندوانو مهابهارت او راماين، د اريايانو شاهنامه او د پښتو ژبې ډېرو حماسو کې د نرګسيت څرکونه شته.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د