بې ځوابه پوښتنې

فضل الرحیم بلال

أیا ته خبرېې! چې ملک الموت(دمرګ فریښته) تاته څه وايي کله چې ته دمرګ په خوب کې دغسل پرتخته پروت ېې؟ اړینه ده چې ټول په دې وپوهیږو چې دنیا فاني ده، موږ ته به په اخرت کې نه مال، نه اولادونه هیڅ ګټه ورسوي، نه کوم بل څه، بلکې موږ به ټول دالله جل جلاله په حضورکې یواځي وړاندي کیږو، زموږ پرېکړه به زموږ کړنې وي، الله [جل جلاله] دې پرموږ رحم وکړي.

کله چې انسان دغسل لپاره دمرګ پر تخته پروت وي ملک الموت ورته راځي اواز کوي: اې دادم(عليه السلام)ځویه ستا اورېدل څه شو؟ ته څه شي داسي کوڼ کړې؟ ستا لیدل څه شو؟ ته څه شي داسي ړوند کړې؟ ستا ژبه څه شوه ته څه شي داسې ګونګی کړې؟ ستا شتمني څه شوه؟ ته څه شي داسي غریب کړې؟ کله چې وروسته انسان په قبر کې کېښودل شي ملک الموت ورته وایي: اې! دادم(عليه السلام)ځویه تا دنیا پرېښوده که دنیا ته پرېښودې؟ ته دمرګ لپاره برابر شوې که مرګ درباندي تلوار وکړ؟ اې! دادم (عليه السلام)ځویه له خاورو دې وتل شوي و، دادی بېرته خاورو ته راوګرزېدې، له خاورو پاک وتلی وې، مګربېرته راتګ دې یواځې له ګناهونو سره شوی.

کله چې خلګ درنه لاړ شي یواځې ته اودقبر شپه به پاتې شئ داهغه شپه ده چې دسهار سپړېدل به ېې قیامت وي، داهغه شپه ده چې بیابه دتل لپاره دسهار اذان پکې وا نه ورې، نه به دموذن( اذان کونکی) هغه زړه ویښونکې کلیمې واورې، نه به دحی علی الصلوة له بري ډک غږ واورې؛ له دې وروسته به لمونځ، عبادات هرڅه ختم شي؛

خو لرې نه ده چې ددې شپې په سهار کېدو به داسرافیل(عليه السلام) اذان داسي واورې اې! خاوري شويو هډوکو، اې! شیندل شویو خوښو پورته شئ درب العالمین وحضورته دپریکړي لپاره.

بېشکه الله [جل جلاله] ویلي: [سُوۡرَةُ الکهف : 99]

وَنُفِخَ فِى الصُّورِ فَجَمَعْنٰهُمْ جَمْعًا

ژباړه:

او شپېلۍ پو کړای شي او موږ به ټول انسانان يو ځاى راغونډ کړو.

لکه څنګه چې الله [جل جلاله] بل ځای فرمایلي:

[سُوۡرَةُ الکهف : 47]

وَيَوْمَ نُسَيِّرُ الْجِبَالَ وَتَرَى الْأَرْضَ بَارِزَةً وَحَشَرْنٰهُمْ فَلَمْ نُغَادِرْ مِنْهُمْ أَحَدًا

ژباړه:

د دغي ورځي اندېښنه په كار ده چي كله موږ غرونه وخوځوو، او ته ځمكه بيخي لغړه ومومې، او موږ به ټول انسانان پدغه ډول تر محاصرې لاندي راټول کړو چي يو به هم پرېنږدو.

الله [جل جلاله] دې موږ اوتاسي ټول دقبر اوجهنم له عذاب واساتي.

((اللهم إني أعوذ بك من عذاب النار، وأعوذ بك من عذاب القبر، وأعوذ بك من الفتن ما ظهر منها وما بطن، وأعوذ بك من فتنة الدجال))

[مسلم، برقم 2867]

امین یارب العلمین.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د