عراق کې زرګونو کسانو د امریکايي عسکرو پر خلاف مظاهره کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د عراق پلازمېنې بغداد کې د اهل تشيعو مذهبي او سياسي مشر مقتدی صدر زرګونو پلويانو په دغه هېواد کې د امريکايي عسکرو د شتون پر خلاف مظاهره کړې او د ټولو بهرنيو پوځيانو د وتلو غوښتنه يې کړې ده.

رویټرز خبري اژانس ليکلي، د امريکا له لوري د ایران القدس ځواکونو د مشر قومندان جنرال قاسم سليماني او د عراق حزب الله شيعه ملېشو د مرستيال ابو مهدي المهندس له وژنې وروسته په عراق کې د شيعه ګانو له لوري د امريکا پر خلاف مظاهرې روانې دي او د امريکايي عسکرو د وتلو غوښتنه کوي.

مظاهره چيانو په خپلو لاسونو کې د امریکا ضد شعارونه پورته کړي وو، له ځانونو يې کفنونه تاو کړي وو او دا يې اشاره وه، چې دوی مرګ ته هم تيار دي.

مظاهره چيانو په ليکل شوو شعارونو کې امريکا يرغلګره او عراق د امريکا له لوري اشغال شوی بللی دی.

په دغو لاريونوالو کې ګڼ شمېر يې د عراق حزب الله شيعه ملېشو «الحشد الشعبي»  غړي او د هغوی شيعه پلويان وو، د عراق له ګڼو سيمو پلازمېنې بغداد ته راغلي وو او له عراق څخه يې د امريکايي عسکرو د ايستلو شعارونه ورکول.

د عراق امنيتي ځواکونو د زرغونې ډيپلوماټيکې سيمې او حکومتي ودانيو ټينګ امنيتي تدابیر نيولي وو، په زرغونه سيمه کې د امريکا سفارت د امنيت لپاره اضافي عسکر ځای پر ځای شوي وو او له مظاهره چيانو يې غوښتي وو، چې سفارت ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

د عراق پارلمان د روانې جنورۍ په ۵مه د رايو په اکثريت قراداد منظور کړی و، چې ټول بهرني پوځيان دې له دغه هېواده ووځي.

د پارلمان له پرېکړې وروسته بغداد له واشنګټن څخه وغوښتل، چې د امريکايي عسکرو د ایستلو په موخه د ميکانيزم جوړولو او سلامشورې لپاره بغداد ته پلاوی ولېږي، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د بهرنيو چارو وزارت له عراق څخه د خپلو عسکرو له ایستلو انکار وکړ او د عراق غوښتنه يې رد کړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د