افغانستان

فراه: امنیتي چارواکي د دولتي عسکرو وسلې په طالبانو پلوري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د څار په موخه د ولسي جرګې له لوري د لېږل شوي پلاوې موندنې ښيي، چې د فراه امنیتي چارواکي د دولتي عسکرو تجهیزات په عام بازار کې په طالبانو پلوري.

فراه، چې د هیواد له نا امنو ولایتونو څخه دی، زیاته برخه یې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او ورځ تر بلې یې په دې ولایت کې د واک ساحه په پراخېدو ده.

تازه ددې ولایت د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره ګمارل شوی پلاوی وایي، چارواکي د عسکرو تجهیزات او وسلې د  «بکوا» او «خاک سفید» په ولسوالیو کې په جوړېدونکي «جمعه بازار» کې په طالبانو پلوري او طالبان بیا د همدغو وسلو په مټ په عسکرو بریدونه کوي او هغوی ته درانه تلفات اړوي.

د لېږل شوي پلاوي له منځه «عبدالستار حسیني» افق نیوز ته ویلی « د امنیتي ځواکونو زیاته برخه وسله او تجهیزات د طالبانو لاس ته لوېدلي، چې په اړه یې باید د قرارګاوو او امنیتي پوستو له مسئولینو پوښتنه وشي.»

د حسیني له قوله، د فراه ولایت امنیتي مسئولین د وضعیت په اړه بې پروا دي، چې له امله یې ددې ولایت حالت تر پخوا خراب شوی.

د فراه ولایت د والي مرستیال «مسعود بختور» هم دا ادعاوې مني او په خبره، یې دا کار د امنیتي  چارواکو او د پوستو او قرارګاوو د مسئولینو د سازش له امله ترسره کېږي.

یاده دې وي، چې په فراه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو د پلور خبرونه داسې مهال خپرېږي، چې سږ کال افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د لسو فاسدو هیوادونو په قطار کې اتمه درجه ځای نیولی.

په ورته وخت کې د افغانستان په رونټيا باندې د څار بنسټ وایي، تېر کال له فساد سره د مبارزې په برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی رامنځته شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

کله چی وزیر او نور غټ چارواکی د سرتیرو معاشونه، ډوډی، درمل، البسه، غلا کوی. نو هغه باید وسله وپلوری، چی ځانونه پری ماړه کی. دا کوم نوی خبر نه دی. دا وسلی پلورل په اصطلاح د مجاهدینو د وخت څخه رواج موندلی دی. او دا کار په ټولو ولایاتو کی روان دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx