د سولې په چارو کې د دولت وزارت:  په کومو مذاکراتو کې، چې ښځې نه وي؛ ګډون نه پکې کوو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، ښځې باید د سولې په پروسه کې فعال رول ولوبوي او کومې خبرې، چې د ښځو له ګډون پرته تر سره کېږي، دوی برخه پکې نه اخلي.

دغه څرګندونې د سولې په چارو کې د دولت وزیر «سلام رحیمي» د سولې لپاره د ښځو د هڅو د همغږي کولو په ناسته کې کړې، نوموړي ویلي «  د حکومت استازي به د خبرو په هېڅ داسې مېز کې ګډون ونه‌کړي چې ښځې پکې نه وي، که ښځې د سولې په بهیر کې نه وي، هېواد به د دایمي ستونزو پر خوا روان شي.»

رحیمي ددې تر څنګ د سولې په بهیر کې د ښځو په ونډې ټینګار کړی او د داسې یوې ډلې د جوړولو هوډ یې کړی، چې په خبره یې، د سولې لپاره د پالیسیو جوړولو په برخه کې د ښځو هڅې همغږې کړي.

د نوموړي په قول، حکومت  د سولې په برخه کې د ښځو له دریځ ملاتړ کوي او ژمن دی، چې د سولې د هڅو په برخه کې د ښځو ونډه اسانه او زمینه ورته برابره کړي.

د سولې چارو وزارت داسې مهال، په مذاکراتو کې د ښځو په ونډه ټینګار کوي، چې تمه کېږي، د طالبانو او امریکا تر منځ له توافق وروسته به بین الافغاني خبرې پيلېږي او حکومتي استازي به له طالبانو سره د نورو افغان جهتونو په څېر خبرو ته کېني.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

اصلا ګډوډ حکومت د سولی د پاره کم مشخص پلان نلری. ځکه چی د غلو ګټه په نا امنی کی ده. نو کله یوه او کله بله بهانه کوی. ایا ښځی په جنګ کی شریکی دی؟ او بل طالبان ستاسی د ګډوډ حکومت سره خبری نه کوی، نو د ښځو ګډون خو لیری خبره ده. تاسی د ځانو غم وکی او د تیښتی لار پیدا کی.

اکمل صافی
میلمه
اکمل صافی

دا خو دومره ستونمنزه خبره نه ده، ښاغلی رحیمي صیب کولی شي چې خپله میرمن راولي او د مذاکراتو پر مهال ترسنګ یی کینئ. او همدارنګه نور لوړپوري چارواکي …. مونږ سوله غواړو که هغه د ښځو په مذاکراتو راځي او که د نارینو په مذاکراتو، سوله مونږ ته اولیت لري.