جرمني: وسله وال بريد کې ۶ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د جرمني په روت امسي ښار کې نن ماسپښين يو کس په خلکو ډزې کړي دي چې په نتيجه کې يې شپږ کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي.

راپورونه وايي چې د جرمني په جنوب لويديځ ښار روت امسي سيمې د ريل ګاډي يو تم ځای ته څېرمه يو کس په کور کې دننه په خلکو ډزې وکړې او دا مرګ ژوبله رامنځته شوه.

سيمه له پيښې وروسته د پوليسو له لوري کلابنده شوې ده او د بريد په تړاو يو شکمن کس امنيتي ځواکونو نيولی دی.

پوليسو ويلي دي چې داسې ثبوتونه يې نه دي پيدا کړي دي چې په دې پيښه کې دې له يو کس پرته نور څوک شريک وي، ويل کيږي چې وژل شوي کسان ټول د يوې کورنۍ غړي دي او ښايي چې دا کومه شخصي ستونزه وي.

د يادونې وړ ده چې په اروپا کې وخت ناوخته په ځينو سيمو کې د بريدګرو له لوري په خلکو بريدونه کيږي چې له امله يې مرګ ژوبله رامنځته کيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د