لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې افشاء کوونکي افغانستان پرېښود

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په لوګر ولایت کې د ښوونځیو د زده کوونکو د جنسي ځورونې افشاء کوونکی «موسی محمودي» له خپلې کورنۍ او یوه تن همکار سره په ګډه له افغانستانه وتلی.

د ازادي راډيو د راپور له مخې، موسی محمودي او د کورنۍ غړو ته یې ګواښونه کېدل او امنیتي ستونزې ورته جوړېدې، چې له امله یې هغه مجبور شوی، افغانستان پرېږدي او یوه ګاونډي هیواد ته ولاړ شي.

د خوندیتوب او خطر د کموالي موسسې مشر «زمری فقیري» وايي، محمودي د افغانستان یوه ګاونډي هیواد ته د مؤقت وخت لپاره تللی؛ خو په کوم هیواد کې یې د سیاسي پناه غوښتنه نه ده کړې.

نوموړی زیاتوي « له دې کبله چې پر وړاندې یې سخت امنیتي ګواښونه موجود و، ان د کورنۍ غړي یې تر پوښتنو لاندې نیول شوي او وهل شوي وو، د هغه د ځان ساتنې لپاره موږ مجبور شوو چې د لنډ مهال لپاره یې له کابل بهر ته ولېږدوو.»

په ورته وخت کې د ملي امنیت یوې سرچینې ازادي راډیو ته منلې، چې د محمودي په وړاندې د شته ګواښونو له امله، نوموړی په دې وروستیو کې د ملي امنیت له لوري ساتل کېده.

یاده دې وي، چې کابو دوه میاشتې وړاندې «موسی محمودي» رسنیو ته داسې لاسوندونه په لاس ورکړل، چې ښودله یې، په لوګر ولایت کې نږدې پنځه سوه تنه زده کوونکي په جنسي ډول ځورول شوي.

ددې اسنادو له خپرېدو وروسته، په کابل کې د ملي امنیت ادارې نوموړی ونیو، چې له امله یې د «بښنې نړیوال سازمان» اندېښنه څرګنده کړه او د هغه د خلاصون غږ یې وکړ، ملي امنیت ریاست له څو ورځني زندان وروسته محمودي خوشی کړ؛ خو په یوه ويډیويي پيغام کې یې نوموړی  اړ ایست؛ څو خپلې کړې ادعاوې غلطې او په بهر کې د تابعیت اخستلو په هدف خپرې کړې وبولي.

د محمودي د ويډیويي پيغام تر خپرېدلو وروسته په کابل کې د امریکا سفیر د ملي امنیت دا ګام وغانده او په یو چا باندې په جبر اقرار کول یې، د روسي استخباراتو میراث یاد کړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

خود به وطن پریږدی، له یوې خوا د کابل امنیت پوری نشتی له بلی خوا د لوګر ولس او خلک طالبان خو لا پریږده چی په ګیر ورسی په ولا پټوکی به ورنه وباسی. دا د مدنی ټولنی فعالان هر یو یی کوشش دا کوی چی څنګه او په کوم شکل سره یوه لار پیدا کړی تر څو ځان غرب ته ورسوی. کابل کی یوې هزاره جنی د وسپنی لباس په ځان کړی وو او ویل یی چی اوس لاس راوړی اورسته هغی له فرانسی سر را پورته کړ. افغانستان اوس ګذاره کول خورا مشکله ده هر یو کوښښ کوی… نور لوستل »