اشرف غني: بهرنیان باید په افغانستان کې شتون ولري او له طالبانو سره سوله باید بې بيې وي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» له «تروریزم» سره د جګړې په موخه د یو شمېر امریکایي عسکرو شتون اړین بللی او تر څنګ یې ټینګار کړی، چې باید له طالبانو سره سوله او خبرې بې بیې وي او هيڅ قیمت ونلري.

اشرف غني، دغه څرګندونې له «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼې سره په خپله تازه مرکه کې کړې.

د غني په قول، له یوې خوا بهرنیانو په افغانستان کې په تکنالوژي ستره پانګونه کړې او له بلې خوا زموږ عسکر تجهیز شوي او د دفاع توان لري؛ نو ځکه که بهرنیان له افغانستان څخه ووزي، هم زموږ عسکر کولای شي، له تروریزم سره مقابله وکړي.

غني ددې تر څنګ زیاته کړې « په هیواد کې د یو شمېر بهرنیو عسکرو شتون اړین دی، تر څو د تروریزم له ګواښ سره مقابله وکړي،  زموږ عسکرو ته لارښوونه وکړي او له هغوی سره همکاري وکړي.»

نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا تاسو «حکومت» له طالبانو سره خبرې پيلولای شی؟ په ځواب کې ویلي « موږ به هڅه وکړو، خو سوله باید بې قیمته وي او هيڅ بیه ونه غواړي.»

اشرف غني ددې تر څنګ امارت «دیکتاتوري» بللې، د هغه د بیرته راګرځېدلو د مخنیوي ګواښ یې کړی او تر څنګ یې ټینګار کړی، چې طالبان باید ټاکنې ومني.

د غني په خبره، دده ځواکونه پياوړي شوي، حکومت یې د افغانستان ۸۵ سلنه خاوره په لاس کې لري  او اوس هغه وخت نه دی، چې د افغانستان ولسمشر به یوازې د کابل ښاروال یادېده.

نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا طالبان رښتیا بدل شوي؟ ویلي « یو هغه ډله ده، چې په قطر کې مذاکرات کوي او دفتح خوب ویني؛ نور ددوی جنګیالي بدل شوي، موږ په اوربند کې ولیدل هغوی ډلې، ډلې راغلل او زموږ له خلګو سره ګډ شول.»

د غني په خبره، دی چې کله د خوب بستر ته ځي، تر ټولو ستر سوچ یې داوي، چې کوم افغان خو به وږی نه وي پاتې او په دې هیله به وي، چې موږ د تشدد د کمولو لپاره کار کوو.

یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې هم اشرف غني د «اقتصادي مجمع» د نړیوالې ناستې په څنډه کې ورته څرګندونې کړې وې، چې طالبانو یې په غبرګون کې دا څرګندونې «بې مسئولیته» بللې وي او هغه يې «ناخبره» یاد کړی وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انتی شیطان
میلمه
انتی شیطان

لعنت د وی پر تا د یہود او نصارا گداگیہ

عاصم
میلمه
عاصم

خدای دې تا ووهي اشرف غني
آخر ته څه غواړې ؟