روغتیا

د غوښې درې مهمې ګټې او له خطره یې ځان ژغورل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د جرمني د تغذیې ماهرې «زیلکه ریستمایر» ویلي چې د روغتیا لپاره د غوښې خوړلو ګڼ شمېر ګټې دي، خو باید دا هم پام کې ونیول شي چې له اندازې زیاته خوښه خوړل له خطره خالي نه دی.

د غوښې ځينې ګټې په لاندې ډول دي:

  • بدن ته په پراخه کچه پروټین ورکوي
  • بدن په ویټامن بي خړوبول، چې په غوښه کې په پراخه کچه ویټامن بي ۱۲ موندل کیږي
  • بدن ته مهم منرالونه لکه وسپنه، زنک او سیلینوم ورکوي.

دا هغه مهمې ګټې دي چې د غوښې په خوړو یې بدن ترلاسه کوي، او بدن یادو ګټو ته ژوره اړتیا لري.

خو بالعکس د جرمني یادې ماهرې خبرداری ورکړی چې په غوښه خوړلو (سره غوښه) کې افراط کول د کولمو سرطان (قولون) ګواښ زیاتوي، په ځانګړي ډول کله چې یو کس چاغ وي او زیات حرکت (ناسته ولاړه، تمرین، تګ او منډه) نه کوي.

له غوړو څخه بډایه غوښه ددې عالي منځپانګې له کبله د میټابولیزم د ګډوډۍ او کولیسترولو لامل کیږي، کوم چې د زړه حملې، فالج حملې او ځیګر غوړوالي خطر زیاتوي.

پوهان د یوه عام کس لپاره په اونۍ کې له ۳۰۰ څخه تر ۶۰۰ ګرامه غوښه خوړلو سپارښتنه کوي، په داسې حال کې چې کم غوړ ولري، او ددې د پخلي ډول په پام کې ونیول شي، لکه په تنور پښه شوې، دم پوخ او وریته شوې (BBQ) غوښه، خو بالعکس سره کړې غوښه زیانمنه ثابتېدلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx