نړۍ

پنټاګون: د ایران په راکټي بریدونو کې ۳۴ امريکايي پوځيانو ته دماغي ټپونه اوښتي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» ويلي، د روانې مياشتې په لومړيو کې د ایران له لوري په عراق کې د امريکا پر دوو پوځي اډو راکټي بریدونو کې ۳۴ امريکايي پوځيانو ته دماغي ټپونه اوښتي، چې ۱۷ يې اوس تر درملنې لاندې دي.

د پنټاګون وياند جوتان هوفمان ويلي، د ایران په بریدونو کې يو شمېر امريکايي عسکر د سر په چکر، له رڼا سره حساسيت، وارخطايي او ورته نورو ذهني ناروغيو اخته شوي دي.

د پنټاګون د وياند په خبره، اتلس پوځيان د درملنې لپاره کويت او جرمني کې د امريکايي عسکرو پوځي روغتونونو ته لېږدول شوي، شپاړس په عراق کې پاتې دي او اته عسکر د زياتې درملنې لپاره امريکا ته لېږدول شوي دي.

جوناتان هوفمان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران له راکټي بریدونو وروسته په سپينه ماڼۍ کې رسنيو ته ويلي و، په دغو بریدونو کې امريکايي عسکرو ته زيان نه دی اوښتی.

خو ولسمشر ټرمپ وړمه ورځ د سويس په داووس ښار کې د نړيوالې اقتصادي ناستې په څنډه کې رسنيو ته وويل، د ایران په بریدونو کې يو شمېر عسکرو ته سرسري ذهني ټپونه اوښتي دي.

د يادونې وړ ده، چې د روانې جنوري په ۳مه نېټه امريکا د عراق په پلازمېنې بغداد کې د ایران د القدس ځواکونو مشر جنرال سليماني وواژه او ایران د جنوري په اوومه د شپې ناوخته په عراق کې د امريکا پر «عين الاس» او «اربيل» پوځي اډو توغنديز بریدونه وکړل او دا يې د جنرال سليماني د وژنې انتقام بللی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x