افغانستان

ټرمپ د جګړې تشدد په کمولو او غني په اوربند ټينګار کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې تړون لپاره له هغوی غوښتي، چې د جګړې تشدد راکم کړي، خو د ګډ حکومت مشر ټينګار کوي، چې طالبان بايد بشپړ اوربند وکړي.

د ټرمپ سربېره په کابل کې د امريکا پخواني سفير جان بس د خپل ماموريت په وروستيو کې طلوع نيوز ته  ويلي و، دوی له طالبانو د اوربند نه، بلکې د جګړې تشدد کمولو غوښتنه کوي.

خو د ګډ حکومت مشر اشرف غني او د هغه ټاکنيز مرستيالان او پلويان ټينګار کوي، چې طالبان بايد خامخا اوربند وکړي او له اوربند پرته يې له طالبانو سره خبرې کول له امکانه بهر بللي دي.

طالبانو ويلي، دوی د جګړې تشدد کمولو په اړه د امريکا غوښتنه منلې، خو امريکا وخت پر وخت اضافي غوښتنې رامنځته کوي.

د طالبانو په وينا امريکا بايد د سولې خبرو کې د اضافي غوښتنو له مطرح کولو ډډه وکړي، د روانې کشالې په عمق ځان پوهه کړي او په رښتيا د افغانستان قضيه له سوله ييزې لارې حل کړي.

طالبان وايي، له امريکا سره يې د سولې خبرې نهايي کړي، د جګړې تشدد کمولو غوښتنه يې منلې او اوس توپ د امريکا په پښو کې دی، چې څنګه يې کوي.

امريکا تر اوسه د طالبانو د وروستيو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یاسر

امریکایانن نن صباح د نړی یوه نامرده ترینه طبقه ده ځکه د بی وزلو او بی دفاع مملکتونو سره جکړی او ظلمونه کوی، د بی مغزه مفکر نه به څه ګیله وی ځکه د نامرده امریکایانو ګوډاګی دی. کله چه ټرمپ په غیر قانونی توګه افغانستان ته راغی نو مفکر فړی ور وشکول اسلامی افغانی او نړیوال حدودو یی تر پښو لاندی کړل تر ټرمپ پوری ځان روسولا او ټرمپ د خپلو عسکرو په کتار کی درولی وا.

اجمل

ما به ویل چی کومه سوله، سوله موله نشته وخت مه ضایع کوی بیا ځینو را باندی ګوزارونه کول. سهل شاهین هم وویل چی توافقنامه به تر آخر د جنوری پوری امضا شی خو ما به د یوی تبصری په صفت ورته ویل چی په کوران که یی امضا کړی همداسی هم وشول. ما به ویل د سولی د پردی شاته پټ څه روان دی خو بیا بیانزی او مجاهد به بیا ماته رد او بدی خبری کولی. اوس خپله ګوری چی څه روان دی. ما وویل چی ورغی پنجابی قریشی هر څه به ٫### کړی همداسی یی ونکړل؟

کچیری د سولی خبری نوی بیا د دی پاڼی خوند هم له بینه ځی. لدی ورسته به خبرونه ټول پدی باندی وی چی څومره عسکر ووژل شول، او څومره پوستی فتح شوې. داسی خبرونه اوس خلکو ته خسته شوی او خلک ورسره علاقه نلری. یوه هیله او امید چی وو هغه د سولی پروسه وه چی هغه هم ## سره برابر کړه.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close