روغتیا

په دوه دقیقو کې د خوب راتللو جادویي لارې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): خوب د انسان په ژوند کې يو له اړينو برخو څخه ګڼل کيږي، خو له اوږدې ستړې ورځې وروسته کله چې ښه خوب ته اړتیا لیدل کیږي او انسان له خوب وړاندې ټول مراسم سر ته ورسوي لکه د غاښونو پاکول، د خوب جامې اچول، بستره سمول او د ښه خوب په امید څراغونه بندول، مګر بیا هم له بې خوبۍ سره مخ شي، چې دا د ناروغیو زیږیدلو سربېره یو بد احساس هم دی، نو د ژر او سم خوب لپاره کومه لاره غوره ده؟

په دې راپور کې د روسیې مشهورې خبرپاڼې «کاراکټیر» یو شمېر لارښوونو او کړنو ته کتنه کوي چې په څو دقیقو کې د خوب امکانات زیاتوي، دغه جادویي لارې کولی شي تاسې سره په دوه دقیقو کې په خوب کولو کې مرسته وکړي.

د تودوخې کمول

د شاوخوا چاپیریال تودوخه یو له مهم فاکتورونو څخه ده، ځکه چې دا نه یوازې په ښه خوب کولو کې مرسته کوي بلکې د خوب کیفیت هم ښه کوي. په عام ډول بدن باندې درنې کمبلې اچول او له اندازې زیاته خونه ګرمول خوب ستونزمن کوي.

نو ځکه، د ژر خوب کولو لپاره بدن ټيټې تودوخې ته اړتیا لري چې سلنه یې 1.5 ° C وي، او سپارښتنه کیږي چې د خونې اوسط تودوخې درجه له 18.5 ° C درجې څخه ډيره نه وي.

ګرم غسل

که څه هم لوړه تودوخه د خوب کیفیت اغیزمنوي، خو د غسل پرمهال بیا ددې حالت مختلف وي. په عام ډول کله چې بدن ګرمو اوبو سره مخ شي بدن وینه د پوستکي سر ته رسوي، چې ورسره یې رنګ سور کیږي او بیرته یې یخوي، له تشناب څخه د وتلو په حال کې د وینې رګونه داخلي تودوخه خوشې کوي او د بدن تودوخه ټيټوي، په دې سره بدن او دماغو ته دا احساس کیږي چې د خوب وخت دی.

ساعت ته نه کتل

که تاسې په دوامداره توګه ساعت ته ګورئ او له لاسه تللی هغه وخت چې په  کوم کې تاسې خوب نشئ کولی محاسبه کوئ، دا  مو په خوب کې مرسته نه کوي مګر د نور فشار لامل کیږي.

په حقیقت کې د وخت څارنه فشار سره تړاو لري، په هغه وخت کې چې خوب نشئ کولی د ساعت لیدل باید له پامه وغورځول شي، ځکه چې دا وضعیت لا هم خرابوي.

له کافیین او نیکوټین څخه لرې والی

بدن د استعمال شوي نیمایي کافیین څخه د خلاصون لپاره تر ۴ یا ۵ ساعتونو وخته ته اړتیا لري، دغه راز د ۷۵سلنه کافیین څخه خلاصون لپاره له ۸ تر ۱۰ ساعتونو وخت ته اړتیا لري.

که د ورځې په اوږدو کې کافي، چای یا شین چای زیات وڅښل شي، دا په بدن کې د کافیین کچه زیاتوي، نو ځکه سپارښتنه کیږي چې د ماسپښین له یوې بجې وروسته د کافي یا د هغه څه څښل چې زیاته کچه کافیین ولري پریښودل شي.

بلخوا د سګریټ په اړه، لومړی خو باید په بشپړ ډول پریښودل شي، مګر په هغه صورت کې چې خلاصی ترې نه موندل کیږي نو په ماښام کې یې څښل کم کړئ، په ځانګړي توګه له خوبه وړاندې، ددې سربېره د شپې له لورې له زیاتو خوړو هم ډډه وکړئ.

تمرین کول

پوهان وایي چې د ورځې په اوږدو کې فزیکي فعالیتونه یا تمرین په خوب ښه کولو کې مرسته کوي، خو ورزش باید له خوب درې ساعته وړاندې ترسره شي، تر څو مخالف تاثیر ونه لري، سربېره پر دې د ورځې قیلوله له ماسپښین وروسته مه کوئ.

له خوب وړاندې ارام اووسئ

کله چې څوک د یو څه په اړه دوامداره فکر کوي نو د خوب هڅې یې ناکامې کیږي، (همدا لامل دی چې شتمن خلک همیشه په ښه خوب کې ستونزې مومي)، په دې برخه  کې داسې کارونه ترسره کړئ چې دماغ مو ارامه کړي، په دې اړه کتاب لوستل بدن ته د ارام ورکولو او خوب ته چمتو کېدلو لپاره یو مناسب دود دی.

د ورځې لمر ته کیناستل او د شپې له سکرین کتلو ډډه کول

په اوس وخت کې نږدې هر کس له خوب وړاندې مبایل یا بل بریښنایي توکي استعمالوي، چې دا د نورو ستونزو سربېره خوب هم له منځه وړي، په ورته وخت کې د ورځې لخوا لږ تر لږه تر ۳۰ دقیقو لمر ته مخ کېدل خوب ښه کوي، ځکه چې دا د بدن داخلي ساعت تنظیموي او په پای کې د خوب جدول (د ویده کېدو او پاڅېدو وخت) ترتیبوي.

که چیرې مو له پورته ټولو لارو عملي کولو وروسته هم په ښه خوب کولو کې ستونزې موندلې، نو تاسې یوه ځانګړي تخنیک ته اړتیا لرئ، یعنې تاسې د مخ عضلات په یوه نه یوه لاره ارام کړئ، د بیلګې په ډول: له خوب وړاندې ژوره ساه  اخیستل، د سترګو تړل او داسې نور..

له دې وروسته په ژورې ساه اخیستلو سینه ارامه کړئ، په اخره کې پښو ته ارام ورکړئ، لکه د ورنونو له پېل څخه د پونډیو تر وروستیو پورې (مساج یا چاپي کول)، له دې وروسته مو ذهن له ټولو فکرونو خالي کړئ او لږ مراقبت وکړئ.

په ژر خوب راوستلو کې که تاسې بیا هم ستونزې مومئ نو دغه پورتنۍ لارې په داسې ډول ګټورې ثابتیدی شي چې تر څو اوونیو یې دوامداره ترسره کړئ او د «فکر مه کوه» قاعده مو په ذهن کې په یاد ولرئ، دغه راز په یوه وخت ویده کېدل او ویښیدل حتی د رخصتۍ په ورځ هم، په ژر خوب کولو کې مرسته کوي.

سرچینه: الجزیره نت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x