چین: د کورونا ویروس له کبله د مړینو شمېر «۴۱» ته ورسېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): له تیرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د چین هېواد په ګڼو ښارونو کې د کورونا په نوم ویروس خپور شوی چې په نړیواله کچه یې هم د خطر زنګ ټنګولی دی.

د چینایي راپورونو له مخې دغې ناروغۍ تر دې دمه ۴۱ وګړي وژلي او تر ۱۳۰۰ زیات پرې اخته دي چې د شاوخوا ۳۰۰ ناروغانو روغتیایي وضعیت نازک او د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

دغه ویروس د وبا شکل اختیار کړی چې د چین له هوبای ولایت مرکزي ښار ووهان څخه پېل شوی او ۱۱ نورو ښارونو ته خپور شوی دی، یوازې دا نه، بلکې دغه ویروس د الوتنځایونو یا هوایي ډګرونو له لارې ګڼ شمېر نورو هېوادنو ته هم رسیدلی دی.

Image result for china coronavirus

ددغې ویروس پېښې په جاپان، استرالیا، فرانس، ویتنام، فیلیپين، تایوان، مالیزیا، نیپال، سویلي کوریا، تایلند، سعودي عربستان، هانګ کانګ، ماکاو، امریکا او سینګاپور هېوادونو کې پېښې ثبت شوي دي.

د کورونا ویروس لومړۍ پېښه د چین د هوبای ولایت په مرکز ووهان کې ثبت شوې وه، دغه ښار چې ۱۱ ملیونه وګړي لري د ناروغانو لپاره کافي ځای نه لري، چینایي چارواکو پریکړه کړې چې په یوه اونۍ کې به یو ځانګړی روغتون چې ۱۰۰۰ بسترونه ولري په کورونا د اخته ناروغانو لپاره جوړ کړي.

د چین څخه خپاره شوي راپورونه پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو راجستر شوی شمېر شاوخوا ۱۳۰۰ تنه ښيي، خو نړیوال خبري اژانس وایي چې چین اصلي شمېره پټوي او په اصل کې پر کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر تر دې لس چنده لوړ دی.

Image result for china coronavirus

ددې ویروس د خپریدو د مخنیوي پر لارو د خبرو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان وړممه ورځ بیړنۍ غونډه درلوده خو په نړیواله کچه یې بیړنی حالت اعلان نه کړ، ددوی دریځ وو چې «ددې ویروس په اړه په نړیواله کچه بیړنی حالت اعلانول لا وختي دی».

خو د چین ووهان ښار سربېره په ۱۲ نورو ښارونو کې بیړنی روغتیایي حالت اعلان شوی دی، او آن په ځینو ښارونو کې یې د نوي چینایي کال د لمانځلو لپاره ټولې عمومي غونډې، میلې، اورلوبې او نور تفریحي پروګرامونه لغوه کړي دي.

Image result for china coronavirus

په افغانستان کې ددې په اړه چې (ایا افغانستان د کورونا ویروس له خطر څخه خوندي دی)، د روغتیا وزارت د وقایوي درملنې څانګې رییس احمد تکل وویل چې دغه ویروس په افغانستان کې تیر شوی تاریخ لري خو اوسمهال له یادو ستونزو خوندي دی.

نوموړي د خبرو پرمهال وویل چې که څه هم افغانان چین ته زیات مستقیم سفرونه نه لري خو بیا دې هم دغه هېواد ته له غیر ضروري سفر کولو څخه ډډه وکړي.

د یادونې ده چې پر کورونا ویروس اخته کسان تبه او زکام لري او د تنفس سیستم یې هم ګډوډیږي، دا ویروس تر ډيره «سارس» ویروس ته ورته والی لري چې له ۲۰۰۲م کال راهیسې یې ټولټال په ۸۰۹۸ کسانو کې۷۷۴ وژلي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close