د نن سرلیکنه

مذاکراتي تعلُل او پر سوله ییز بهیر یې ناوړه اغیز

نن ټکی اسيا سرليکنه

د رسنیو له لوري د ورکړل شویو خبرونو له مخې ویل کیږي چې په دوحه کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ سوله ییزې خبرې یوځل بیا په ټپه دریدلي.

وروسته تر دې چې امریکايي جانب له طالبانو څخه له هغوی سره د سولې د هوکړې تر لاسلیکولو وړاندې د “اور کم”غوښتنه وکړه ، طالبانو تر خپل منځي مشورو وروسته د هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال په لویو ښارونو کې د “اور کم” پر عملي کولو توافق وښود.

خو اوس داسې ښکارې چې امریکایان د طالبانو لخوا د عملي کړي “اور کم” په ځای د عمومي اوربند غوښتنه لري.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د مذاکراتي بهیر له پیله تر اوسه پورې دا دریم ځل دی چې امریکایان په هغه کې تعلُل کوي او له طالبانو سره له کړیو ژمنو څخه پرشا کیږي، چې هر ځل ورسره خبرې ځنډنۍ او مذاکراتي بهیر د بي باورۍ ښکار کیږي.

په دواړو لوریو «طالبانو او امریکایانو» کې داسې اشخاص شته چې په جګړه کې د سیاسي حل په ځای، زور كارونې او تشدد ته ترجیح ورکوي.

په مذاکراتي بهیر کې د هر اړخ تعلل او ناموجه تأخیر له شک پرته چې د جګړه ییز حل له پلویانو سره مرسته کوي او د سولې په لاره کې اخیستل شوي ګامونه ټکني کوي.

ژمني موسم د جګړو د کموالي موسم دی چې د سوله ییز بهیر د پرمخ وړلو لپاره د یوه طبیعي فرصت په توګه تري ښه استفاده کیدای شي، لهذا امریکايي لوري ته په کار دي چې د جګړییز موسم تر را رسیدو وړاندې له دې فرصت څخه په استفادې سره له تعلُل او بهانه جويي پرته مذاکراتي بهیر چټک کړي.

د پسرلني موسم په را رسیدو سره ښايي د طالبانو لخوا “اور کم”ته د هغوی د تیارۍ فرصت هم له لاسه ووځي او د سولې او تفاهم د هلو ځلو چانس د جګړه ییزو احضاراتو په چانس بدل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه، ګل زمان سندرغاړی یوه سندره بللی چه. پاس په ګل غونډی هی،،،،،،،،پاس په غونډی جوړی میلی دی،،،،،، نو د طالیب او امریکا اوس په دوحه قطر جوړی میلی دی.پلوونه،چرګان،کباب،بار دی، ښه توده هوا ده،ښی فراوانی پیسی. ولس د بیګاه او سحر خوراک لپاره حیران دی،او د خپل سر خیرات غواړی ،جولی یی اوری کړی دی، پاکستان د افغانستان اوبه غواړی،وایی چه د افغانستان اوبه مهار کول په پاکستان مستقیما برید دی، هرات کی ملایانو کوتک کیبل په لاس د حجاب نعری وهی.کابل کی ځوانان پیغلی د سړک په غاړه ماډلنګ شو ګانی په لاره اچولی دی. ،،،،،،،،،،،،،د افغانستان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x