نظــر

د سولې پر خلاف د اشرف غني او د هغه مرستيالانو منفي څرګندونې په څه معنا کېدای شي

محمود غلجی

د ګډ حکومت مشر اشرف غني او د هغه په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټيم دواړو مرستيالانو د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو په پایله کې د ممکنه تړون پر خلاف څرګندونې پيل کړي او په ډول ډول پلمو د سولې د روانو هڅو مخالفت کوي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني د سويس په داووس ښار کې د نړيوالې اقتصادي ناستې پر مهال د طالبانو د مشرانو پر خلاف تونده ژبه کارولې، هغوی يې پانګه وال، د څلورو او پنځو پنځو ودونو څښتنان بللي دي.

اشرف غني له رسنيو سره په خپلو خبرو کې هم ويلي، چې له طالبانو سره د امريکا خبرې د جګړې د ختمېدو په معنا نه دي او غوښتنه يې کړې، چې امريکا بايد د خپلو پوځيانو د کمېدو په تړاو د طالبانو پر ځای له حکومت سره خبرې وکړي.

د ګډ حکومت مشر اندېښنه ښکاره کړې، که د عسکرو کمېدو په اړه د حکومت پر ځای له طالبانو سره خبرې وشي، افغانستان کې به دا جګړه نوره هم زياته شي.

هغه ټينګار کړی، چې طالبان بايد د سولې تړون لپاره لومړی د اوربند شرط ومني او په وينا يې له اوربند پرته د سولې تړون ناشونی دی.

په تېرو ټاکنو کې د اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح هم د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر روانو خبرو نيوکه کړې او زياته کړې يې ده، چې بهرنيان پر افغانانو خپل د سولې تړون نه شي تپلی.

د اشرف غني دوهم مرستيال سرور دانش هم ورته څرګندونې کړي او وايي، چې ګډ حکومت د سولې په روانو خبرو کې ګوښه ساتل شوی او زياته کړې يې ده، چې د جګړې تشدد کمول هېڅ څرګند مفهوم نه لري او د طالبانو د نظام راتلل يې له امکانه بهر بللي دي.

د ګډ حکومت چارواکي او پلويان يې دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د رپوټونو له مخې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نهايي شوي، دواړه لوري د هوکړې لاسليک لپاره په سلا مشورو بوخت دي او امريکا هم له طالبانو غوښتي، چې د سولې تړون لپاره د جګړې تشدد کم کړي.

د چارو کارپوهان وايي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې له تړون وروسته بین الافغاني خبرې پيليږي او د ګډ حکومت د چارواکو له لوري د طالبانو او سولې پر خلاف دا ډول څرګندونې بین الافغاني خبرې له ستونزو سره مخ کولی شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي د طالب مشرانو او سولې په تړاو د اشرف غني په وروستيو څرګندونو حيرانتيا ښکاره کړې او د استفهام په شکل پوښتنه کړې، چې ښاغلی غني دا ډول څرګندونې د څه لپاره کوي؟

اشرف غني او د هغه پلويان په ظاهره خپلې څوکۍ په زوال کې ويني او داسې ښکاري، چې د سولې روانو هڅو د ناکامولو لپاره يې ټولې هڅې په کار اچولي دي او که د ګډ حکومت چارواکي د سولې د تخريب په هڅو کې بريالي شي، دا شونې ده، چې راتلونکي پنځه کاله بيا افغانستان د جګړو، وژنو او ګډوډۍ شاهد وي، چې بیا جبیره کول به يې ستونزمن او له کړاوونکو ډک وي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد زرغون شآه آغا

د غلو ګټي په سوله کى نه دى.او که سوله راسى, بيا دغ مفسدات الارض ته څوک رايه هم نه ورکوى. نو ع او غ او کرزى به د مودى سره يو ځاى مدارى توب کوى. او د دى مداريانو مشر به کرزى وى.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close