افغان سیاسیون د بندو دروازو شاته د سولې او ټاکنو په تړاو خبرې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د پخواني ولسمشر «حامد کرزي» او اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» په ګډون ګڼ شمېر پېژندل شوي افغان سیاستوال د اجرائيه ریاست د دویم مرستیال «محمد محقق» په کور کې جرګه شوي او د بندو دروازو تر شا یې د افغان سولې او ټاکنو په اړه خبرې کړې.
که څه هم ددې ناستې د جزئیاتو او اجنډا په اړه دقیق مالومات نشته؛ خو د ازادي راډيو خبریال نصرت پارسا ته پنځه دقیقې اجازه ورکول شوې؛ څو د غونډې انځورونه واخلي.
په اخستل شویو انځورونو کې په عبدالله عبدالله او حامدکرزي سربېره، د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد، یونس قانوني، محمد محقق، کریم خلیلي او ګڼ شمېر نور پيژندل شوي اشخاص لېدل کېږي.
دا غونډه داسې مهال رابلل کېږي، چې د افغان سولې بهیر په یوه حساس حالت کې قرار لري، په قطر کې د طالب او امریکایي مذاکراتي ټیمونه د توافق لور ته نږدې شوي ښکاري او داسې تمې شته، چې ښایي د توافقنامې له لاسلیک وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.
په داسې وخت کې، چې بین الافغاني مذاکرات را لنډ شوي ښکاري، حکومت لا هم په دې برخه کې ګونګ دريځ لري او لا هم ندی توانېدلی، سیاسي اشخاص او جهتونه په ځان راټول او په دې توګه د طالبانو په وړاندې یو محکم دريځ ونیسي.
که څه هم حکومت د خپل مذاکراتي ټیم د بشپړېدو خبر ورکوي؛ خو ددې ټیم د نوملړ نه رسنیز کول او د یو شمېر سرچینو خبرونه دا څرګندوي، چې حکومت لا هم ندی توانېدلی له سیاسیونو سره په ګډه یو هر اړخیز ټیم تشکیل کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

اصلی ملی خاینان همدغه دی چی په راس کی یی کرزی دی. کرزی دیر خیاین وخوت.