نولس کلنو نړیوال جام: افغانستان له پاکستان سره مخ کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نولس کلنو ځوانانو نړیوال جام سیالیو په لړ کې به افغانستان لوبډله له پاکستان سره په کوارټر فاینل سیالۍ کې مخ کیږي.

دغه لوبه به د راتلونکې جمعې په ورځ د جنوري میاشتې په ۳۱مه نېټه د غرمې په ۱۲:۳۰ بجې ترسره شي.

افغان ۱۹ کلنو لوبډلې وروسته له هغې دویم پړاو ته لار وموندله چې په ګروپي سیالیو کې یې پرلپسې دوه سترې بریاوې یې خپلې کړې.

افغان لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې سویلي افریقا ته د ۷ ویکټو په توپیر، په دویمه سیالۍ کې عربي اماراتو ته د ۱۶۵ منډو په توپیر ماتې ورکړې، دغه راز د کاناډا سره لوبه یې له پېل وړاندې د سخت ورښت له کبله لغوه اعلان شوه، په دې سره افغان لوبډله په خپل ګروپ کې لومړی ځای لري.

تېره ورځ د پاکستان او بنګلدیش ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه چې د ورښت له کبله بې پایلې اعلان شوه، خو بنګلدیش په غوره اوسط لرلو سره په ګروپ کې لومړی مقام خپل کړ، پاکستان په دویم مقام لرلو سره د ګروپ ډي لومړي مقام لوبډلې «افغانستان» سره مخ کیږي.

باید وویل شي چې افغان ۱۹ کلنو لوبډله په تېر ۲۰۱۶م نولس کلنو نړیوال جام ګروپي سیالۍ کې له افغان ۱۹ کلنو سره مخ شوې وه چې پاکستان افغانستان ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د