ترکيه کې قوي زلزلې ۲۱ کسان وژلي او له زرو زيات يې ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ترکيې په ختيځ الازيع ولايت کې درنې زلزلې ۲۱ کسان وژلي او له زرو زيات نور يې ټپيان کړي دي.

ترکي رسنۍ وايي، مرستندويه او ژغورونکې ډلې د نړېدلو ودانيو لاندې خلک راباسي او د مرګ ژوبلې د زياتېدو اندېښنه شته.

د ټولنيزو شبکو فعالانو د يادې زلزلې يو شمېر ويډيوګانې هم خپرې کړي دي.

رپوټونه وايي د ترکيې د نورو سيمو سربېره په عراق او سوريه کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.

د ترکيې د ځمکپېژندنې ادارې ويلي، په الازيع ايالت کې پرون د جمعې په ورځ ماسپښين زلزله وشوه، له دې زلزلې وروسته شاوخوا شپېته ټکانونه محسوس شوي دي.

ترکي رسنۍ وايي، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان اړوندو چارواکو ته امر کړی، چې زلزله ځپلو لپاره سمدستي خوراکي توکي، خېمې او نور اړوند توکي ورسوي او په نړېدلو ودانيو کې بند خلک وژغوري.

د زلزلې په سيمه کې د تودوخې درجه له صفر څخه ښکته ده، خلک له ستونزو سره مخ دي او د حکومت له لوري زلزله ځپلې سيمې ته خيمې او نور اړين توکي رسول شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د