افغانستان

طالبانو هلمند کې د ملي اردو يوه چورلکه نسکوره کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په هلمند کې د ملي اردو ۲۱۵ ميوند قول اردو وايي، يوه د ملي اردو يوه اکمالاتي چورلکه په کجکي ولسوالۍ کې د راکټي برید له امله نسکوره شوې ده.

د ميوند قول اردو رسنيز دفتر وايي، ياده چورلکه په کجکي ولسوالۍ کې د کيناستو پر مهال د طالبانو په راکټي برید کې نسکوره شوې او څلور دولتي عسکر په کې ټپيان دي.

خو د هلمند ولايت وياند عمر ځواک وايي، يادې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د چورلکې د نسکورولو مسؤوليت طالبانو منلی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، نن غرمه مهال د دولتي عسکرو يوه چورلکه په کجکي ولسوالۍ کې د کيناستو پر مهال په راکټي برید کې نسکوره شوې ده.

څو ورځې وړاندې هم پکتيا او فراه کې دوه پوځي چورلکې نسکورې شوې او مسؤوليت يې طالبانو منلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

دروغ هم ډولونه لری تر ټولو لوی دروغ ته یی ښکرور دروغ وایی . د دموکراسی یو لوی فارمول دا چه : [[ غلا ، دروغ او درغلی یی کړی وی ]]tractor د الوتکو لویدولو ، د عسکرو وژنو ، لندا داچه په جانی تلفاتو او مالی خساراتو کی ، کله سل په سلو کی خبر پتوی یعنی هیڅ هم نه دی شوی او کله بکی بیا نور شکرور دروغ ګډوی هغه حادثه یا واقعه لس یا شل ستنه ښکاره کوی په دی واسطه خپل مورال له لویدلو ساتی او د نوو عسکرو او بولیسو د جذب او استخدام مخی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x