ټولنیزه برخه

د وخت ارزښت او زموږ بې غوري

 موسی کلیم خپلواک

وخت ډیر ارزښت لري، د وخت پیدایښت د دې لپاره شوی دی چې هر سړی خپله وظیفه سر ته پکې ورسوي،  هره وظیفه د خپلي اجراء لپاره ځانګړی وخت لري. که چیري هغه وظیفه په خپل وخت کې سر ته نه ورسیږي او پاتي شي بیا که سړی وغواړي چې خپله پورتنۍ وظیفه او دنده سر ته ورسوي نو ضرور به یې د یوې بلې وظیفې په وخت کې سر ته رسوي ځکه چې ده خپله وظیفه تر خپل مشخص شوي وخت واړوله او موجوده وخت د بلې وظیفې لپاره متعین شوی دی. ټول انسانیت په دې خبره په یوه خوله دی چې انسان بقاء نه لري. انسان که هر څوکلونه ژوندی وي، هر رنګه روغتیا ولري خو داسې ورځ ورباندې راتلونکې ده چې دی له دې فاني دنیاګۍ څخه د ابد په لوري رخصت وکړي او هغه وظیفې او دندې چې ده په خپل ژوند کې د خپلې بې پروایي له کبله سر ته ونه رسولې او خپل قیمتي وخت یې په بې هوده مسائلو کې صرف کړی و نن به یې ګور ته د ارمان په توګه یوسي. هر عاقل پوه سړی خپل قیمتي وخت نه ضائع کوي هڅې کوي چې د نن کار سبا ته، نننۍ وظیفه د بلې وظیفې وخت ته پرې نه ږدي. او زیار باسي چې هر کار په خپل وخت کې وکړي.

زموږ د معاصر وخت نوی نسل او ځوان کهول له دې کبله وروسته پاته دی چې دخپل وخت خیال نه ساتي او دخپل قیمتي وخت په ارزښت باندې یې ځانونه پوه کړي نه دي حال دا دی چې زموږ ژوند له وخت څخه جوړ شوی دی که يوه ثانيه او ساعت تيريږي نو زموږ ژوند هم په هغو مره اندازه ورسره ختميږي.

اوسني وخت ته په کتلو سره د خلکو ضرورتونه،  اړتياوې، مسئوليتونه او کارونه دوه چنده زيات شوي دي په ځانګړي ډول د اسلامي ټولنې د ځوان نسل چې هيوادونه يې د کفري نيواکګر له بيلا بيل اشغال لاندې دي په اسلامي ارزښتونو يې لوبې کيږي، اسلامي هويت يې له منځه وړل کيږي د نړۍ په هر ګوټ کې مسلماني ټولنې تر بيلابيلو فشارونو لاندې دي او ځمکې، کورنه او شخصي ملکيتونه يې غصب شوي دي نو بايد خپل وخت ته زياته توجه وکړي او پوره هڅه وکړي چې هر کار په خپل وخت کې سر ته ورسوي.

که د اسلامي نړۍ د مخورو او نوموتو پوهانو ژوند ليکونه مطالعه کړو نو جوتيږي چې هغو څومره د خپلو قيمتي وختونو لحاظ ساتلو او په هيڅ صورت کې به يې وخت بې له کومې ليکنې، تعليم او تربيې نه تيرولو.

امام شمس الائمة السرخسي د حنفي فقهي يو مشهور او نوموتی امام دی، د ده په هکله ويل کيږي چې کله نوموړی د هغه وخت د ظالم پاچا له خوا په يوه څاه کې د بندي په توګه واچول شو نو هم يې خپل قيمتي وخت ته ډير پام کاوه او په هغه څاه کې به يې خپلو شاګردانو ته چې د څاه په غاړه ورته ناست وو درسونه ويل او ديني احکام به يې ورته ښودل، د امام سرخسي يو مشهور او په حنفي فقه کې ډير معتمد کتاب دی، مبسوط د امام سرخسي د هغه په هکله ويل کيږي چې نوموړی کتاب يې په څاه کې ليکلی دی چې دی پکې د بندي په توګه ساتل کيده. له دې څخه موږ دا درک لګولی شو چې زموږ اسلافو د وخت څومره اهتمام درلود او په څرنګه سختو شرایطو کې یې ستر ستر کارونه کول. الله تعالی دې موږ د وخت په ارزښت پوه او له وخت څخه د کماحقه استفادې توفیق دې رانصیب کړي. آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx