دوه مخې رسنۍ

دارو خان خوشحال

موږ به د سرکښه آس قیضې په خپله ولکه کې ساتو، موږ به د خپل دښمن په لاس کې هیڅ یوه مؤثره او پیاوړې ورځپاڼه نه پریږدو چې د هغه په وسیله دوی خپل غږ په ښه توګه تر نړیوالو ورسوي. او نه به موږ دوی دې حال ته پریږدو چې یو خبر او راپور دې زموږ تر نظر له تیریدو مخکې نړیوالو ته ورسیږي. موږ به داسې قانون جوړ کړو چې هیڅ یو مصنف، لیکوال او خپرندویه ټولنه له اجازې پرته هیڅ شی چاپ نه کړای شي. زموږ په لاس کې به داسې ورځپاڼې او مجلې وي چې هغوی لره به دبیلابیلو ډلو سره تړاو ورکوو که څه هم دا ډلې او ګوندونه د انقلاب شعارونه ورکوي موږ به یې په کلکه ملاتړ کوو. موږ به د داسې ورځپاڼو او مجلو د پرمختګ لپاره هڅې کوو چې هغه په ټولنه کې فساد، د ظلم او جبر په مټ رامنځ ته شوي حکومتونه او په ټولنه کې د خپلو خوښو مفسدو کسانو لپاره کمپائن کوي. زموږ یهودي ټولنه به هغو لیکوالانو، د رسنیو مدیرانو ته حوصله ورکوي چې په اخلاقي فساد تورن وي (بیلګي یې موږ په خپلو سترګو وینو) موږ به رسنۍ دخبري اژانسونو له لاري په خپل کنټرول کې ساتو، موږ به د حالاتو انځور چې څنګه وغواړو نړۍ ته به یې وړاندې کوو.

دا په ۱۸۹۷م کال کې د سویټزرلانډ هیواد کې د یهودو جوړي شوې غونډې له هغو ۱۹ مادو څخه یوه ماده ده چې یهودیانو په نړۍ د حاکمیت لپاره د رسنیو په هکله کړې وه.

دا د رسنیو هغه پټ مخ دی چې نن ډیر مسلمانان ورسره نااشنا دي. او د عصري علومو زدکړیالان او نور بې سواده هیوادوال خو بیا بي بي سي، سي این این او رایټر راپورونه ته  نعوذبالله د وحي درجه ورکوي.

په افغانستان د کفري یرغل وروسته کفارو د نورو وسلو او وسائلو تر څنګ درسنیو له لارې هم زموږ د هیواد عامه ذهنیتونه مغشوش او خپل یرغل ته یې د جواز لاره پیدا کړه. د هیواد د ازادۍ لپاره توره او قلم پورته کونکي اتلان یې د رسنیو په مټ ترهګر او د پردیو غلامان معرفي کړل او بل پلو ته دخپلې خاوري او خپلو هیوادوالو په ضد د راغلیو یرغلګرو تالي څټې یې اتلان معرفي کړل.

دغو رسنیو په وار وار د درواغو راپورونه د طالبانو په ضد خپاره کړي او د ژورنالیزم د ټولو اصولو سره په وار وار په غدر نومول شوي.  څو موده وړاندې د داعش د ماتې خبرونه په دا ډول نشر شول چې ګواکې د داعش جنګیالیو ته ماتې طالبانو نه بلکې د کابل ادارې عسکرو ورکړې ده حال دا چې یو کال وړاندې یې هم په ورته توګه په جوزجان کې هم داعشي ځناور د طالب زمریانو له منګولو څخه د هیلي کاپټرو په مټو خلاصون ورکړی و.  همدا رنګه تیره اونۍ یوار بیا د دجال مزدورو رسنیو راپور ورکړ چې د طالبانو یو مشهور قومندان د دفاع وزارت له لوري په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوی حال دا چې د نوموړي د مرګ خبر تر دې خبر درې ورځې وړاندې دامارت په ویب پاڼه خپورشوی و چې پکې راغلي و، چې نوموړی د وریښي ناروغۍ له امله په حق رسیدلی دی.

له دې نه علاوه د طالبانو په عملیاتو کې ټپي شوي ماشومانو باندې داسې راپور جوړول چې په هغه کې د سوریې او فلسطین د شهیدو ماشومانو عکسونه یوځای کول او بل لور د یرغلګرو په بریدونوکې په لسهاوو ماشومانو شهادت ته انعکاس نه ورکول هغه څه دي چې د رسنیو په دوه مخي دلالت کوي.

پکار دا ده چې موږ د خبرونو حاصلولو لپاره یوازې په دغو مشهورو رسنیو اکتفا ونکړو بلکې د ازادو ویب پاڼواوخبریالانو څخه هم معلومات تر لاسه کړو. ومن الله التوفیق

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د