طالب مدرسې او ښونځۍ ته کوم هوډ لري؟؟

عبدالولي خلیل

زموږ ګران هیواد چې له ډیرې مودې د خارجي قوتونو د یرغل ښکار سوی، کافرانو، یهودو، نصاراوو او زموږ د خپل هیواد منافقینو زموږ پر وړاندې هغه دسیسې په کار اچولې،  چې زموږ له خپله دینه جلا کول، تر منځ مو بې باوري راوستل او د کفر په غلامۍ بوختول یې اساسي اهداف دي.

له دې شیطاني دسیسو څخه یوه هم د مدرسې او ښونځي تر منځ بېلتون او فاصله رامنځ ته کول دي.

دوی تل داهڅه کړې چې مدرسه او ښوونځی دې سره جلا کړي، د محصل او طالب العلم تر منځ یې د اختلاف تخم کرلی چې دا د ټولنې د کمزورتیا لپاره یو ستر لامل دی؛ ځکه مدرسه او ښونځۍ دواړه د یوه هیواد د پر مختګ لپاره هغه اړین عناصر دي چې هر وګړی بې له کوم توپیره ورته اړتیا لري، دوی هر یو ځانته ځانګړي اهداف لري د مدرسې هدف دا دی چې د الله تعالی پر وړاندې خپل مسؤلیت ادا کول، مخلوق ته الهي حکمونه رسول او په هغوی پوهول، حلال، حرام او مشتبه شیان وګړو ته ورپه ګوته کول او په ژوند کې د مینې، ورور ولۍ او حسن معاشرت فضاء رامنځته کول دي.

د ښونځي اهداف دا دي چې د ټولنې د عصري اړتیاوو په پوره کولو کې یې ښه روزنه او مرسته وکړي، د نړۍ له نویو پر مختګونو نه خلک خبر او تر دوی راورسوي، د سائنس، ټیکنالوژۍ، اینجینرۍ، ډاکټرۍ او نورو علومو له نعمته هیواد وال برخمن کړي او داسې نور …نو دا دواړه هغه مراجع دي چې ټولنه هیڅکله هم له دې څخه استغنا نه سي موندلای.

خو کافرانو او د دوی تر چتر لاندې حکومتونو زموږ هیواد کې  د طالب العلم او محصل تر منځ د فاصلې کرغېړن تخم کرلی، طالب العلم یې د محصل په سترګو کې یو ساده او له جهانه ناخبره انسان برېښولی او محصل یې د طالب العلم سترګو کې یو له دینه لري وګړی راوستی …

دا چې دغه تخم څه وخت کرل سوی، که يې لږ تاریخ راوسپړو نو ویلای شو چې دغه بیلتون له مخکې نه دلته د شتون ځای پیدا کړی خو کله چې امان الله خان له انګریزانو نه د خپل هیواد آزادي بېرته ترلاسه کړه، په دغه وخت کې ښونځیو ډیر بوږ ونیوه، د خلکو توجه ټوله د ښوونځیو خواته واوښته، دیني تعلیم، مدرسه او جومات له نظرونو غائب سول، بیا دغه لړۍ د محمد ظاهر شاه او محمد داؤد خان په حکومت کې نوره هم پر مخ وغځېده ، د حکومتي چارواکو توجه یوازي تر ښونځي پوري محدوده وه او بس.

بیا چې کله کمونستان حکومت ته ورسېدل، دوی علماء کرام د کمونستي رژيم په وړاندې ستر خنډ محسوس کړ، همدا لامل و، چې واک ته له رسېدو سره يې د علماؤ او ديني طالبانو د ځپلو ترڅنګ د مدرسې او پوهنتون ترمنځ د واټن پیدا کولو لپاره مټې راونغښتې او د دواړو قشرونو (طالب او محصل) ترمنځ د فاصلې او دښمنۍ رامنځته کولو په تخم کرولو يې پیل وکړ.

دا چې تېرو حکومتونو د ديني مدرسو او پوهنتونو ترمنځ له ډېر وخت توپيري چلند کړی و، نو کمونستان خپلو کړغيړنو موخو ته په اسانۍ سره یو څه ورسېدل، په طالبانو او عالمانو يې زندانونه ډک کړل او د مدرسې او پوهنتون ترمنځ يې د واټن پیدا کولو په برخه کې ډېر کار وسو.

کله چې کمونستي تور ټغر پر ټولېدو سو او افغان مسلمان ولس د طالبانو او علماؤ په مشرۍ د روسانو او کمونستانو په وړاندې په ملي پاڅون پیل وکړ، چې په ترڅ کې يې مجاهدین پر هیواد واکمن سول، ځينو تنظیمونو خپلو اهدافو ته شاه کړه او خپلمنځي جنګونه يې پیل کړل، په وړاندې يې علماؤ کرامو یو ځل بیا پاڅون وکړ، او د هیواد زیاته برخه يې تر خپلې ولکې لاندې راوستله، او د افغانستان اسلامي امارت په نوم يې سپېڅلی اسلامي نظام رامنځته کړ.

دطالبانو واک ته له رسېدو سره سم، مدرسې او پوهنتونونه له جنګونو متاثره سوي وه، دوی سره له دې چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ول،  بې له توپیره يې د مدرسو، ښونځیو او پوهنتونو په رغونه او پالنه پیل وکړ، علمي مرکزونه او ادارې يې بیرته فعاله کړې، پیاوړی، معیاري او کټور تعلیمي نصاب يې ورته جوړ کړ، او د طالب او محصل ترمنځ د واټن او فاصلې ختمولو په برخه کې يي بې سارې هلې ځلې وکړې، تر دې د مشرتابه له خوا ټولو علمي ادارو ته سپارښتنه سوې وه، چې نور به د تعليمي ادارو په منځ کې توپيري چلند نه کېږي او د پوهنتون، مدرسې او ښونځي زده کوونکو ته به طالبان ویل کیږی او استاذانو ته به يې معلمین ویل کېږي. له دې مخکې به د ښوونځي زده کوونکي ته شاګرد، ویل کېده، د مدرسې زده کوونکي ته به طالب او د پوهنتون زده کړیال ته به محصل ویل کېده، همدارنګه استاذانو ته به يې استاذ، معلم او مولوي ویل کیدل.

لنډه دا چې د دښمن دغه کرغیړن تخم به همیشه سمسور و، د مدرسو او ښونځیو تر منځ به ښکاره مقابله روانه وه، خو اوس چې نظام د طالب لاس ته د لویدلو په درشل کې دی، او یا ډیرې داسې مفتوحه سیمې چې د طالب تر واک لاندې دي هلته د مدرسې او ښونځۍ کوم حالت دی؟

طالب د ښونځۍ او مدرسې په وړاندې کوم هوډ کړی؟

چې په لاندې کرښو کې به یې درسره شریک کړو.

تاریخ راته جوته کړه چې د پوهنتون او ښونځۍ تر منځ د کرکې او نفرت تخم له پخوا دښمن زموږ تر منځ کرلی او د دوی په هکله تل له افراط او تفریط نه کار اخستل سوی دی ، خو اوس د طالبانو حکومت (د افغانستان اسلامي امارت)  دواړو ته د اعتدال تر چتر لاندې پاملرنه کړې او فعلاً د مدرسې او ښونځۍ د زده کوونکو په روزنه بوخت دی، اسلامي امارت دا درک کړې چې د نظام جوړول او یا پر مخ وړل بې له دغه دوو کسانو (طالب العلم او محصل)  ناشوني دي نو یې په هغه سیمو کې چې د طالب تر واک لاندې دي، دیني او عصري تعلیماتو ته ځانګړې پاملرنه کړې، د دواړو لپاره یې تر یوې مستقیمي تګلاري لاندې کار پیل کړی، د پوهنتون د محصلینو لپاره یې د عالي تحصیلاتو په نوم اداره په کار اچولې تر څو په لوړو تحصیلاتو کې خلک وروزي او همدا ډول د پوهنتون لپاره یې د استاذانو غوره کول، د هغوی لپاره وخت ناوخته سیمنارونه جوړول او په هغه کې د دوی اخلاقي او عقیدوي روزنې ته توجه کول، د اسلامي فکر د خپلولو لپاره ددیني کتابو پر مطالعه امر کول او د فکر د نه اصلاح په وخت کې له ادارې اخراجول یې د یادولو دي.

چې ددې مثبت اقدام مثبتې پایلې هم ښکاره سوي او لا به دوام لري، د نمونې په توګه یې وړاندې کولای سو چې د با احساسه محصلین په نوم یو ناپیلی او خپلواک بهیر رامنځته سو، چې د هیواد له مدرسو ښوونځیو، لیسو او پوهنتونو څخه سرچينه اخلي، چې د بهرنیو کلتوري یرغلونو په وړاندې د هیواد د ځوان نسل د بیدار ساتلو او د له هر ډول یرغل څخه د ګران هیواد د هر اړخیزه خپلواکۍ په موخه هلې ځلې يې له لومړنیو لوړو او سترو موخو څخه دي.

د با احساسه محصلین بهیر برکت دی چې په ډیرو پوهنتونونو کې د فکري یرغل په کامله توګه مخنیوی سوی، د جهاد او استشهاد پر ډګرونو په سلګونه محصیلینو، ( د بااحساسه محصلینو د بنسټګر او د قلم او تورې اتل شهید حذیفه عزیز په شمول ) د خپلو سرونو نذرانې  وړاندې کړي او لا دوام لري.

په مطبوعاتي میدان کې یې خورا ښه رول لوبولی چې د محصلینو په نوم ویب پاڼه یې تل د اسلامي امارت په ملاتړ بوخته ده ،  د کافرانو او لاسپوڅو شومې کړنې بربنډول او د ګران هیواد د هر اړخيزې خپلواکۍ او دفاع لپاره په هلو ځلو، او بهرنیو استخباراتي کړیو له لورې د خپلواکۍ غوښتونکو ځوانانو (طالبانو) په اړه د خپرو سوو شبهاتو او بې اساسه تبلیغاتو په ځوابولو او د ځوان نسل په رابیدارولو بوخت دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

زه خو له په خوا څخه د هیواد د تعلیمی نصاب مخالف یم. زما نیکه الله د مغفرت کړی هغه ټول عمر سبقونه ولوستل همداسی یی خپلو اولادو ته کتابونه په میراث پریښودل. ټول عمر کی یو ملا او مدرس پاتی سو. اوس هم زمونږ ملایان ټول عمر سبقونه وایی نتیجه یی داده چی یا به ملا شی یا به مدرس. واضحه خبره ده چی ملا له هڅه خبر ندی. د قصص الانبیا کتاب راواخلی په اوله صفحه یی راغلی چی ځکه د غوایی په ښکر ولاړه ده…. دا یوه یونانی فلسفه ده چی زمونږه د اسلام نوی یی بد… نور لوستل »