
غور: نن څلورمه ورځ لا هم دولتي ادارې بندې دي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکو له تېرو څلورو ورځو راپدېخوا ددې ښار په مرکز کې پرلت وهلی او د دولتي ادارو دروازې یې تړلې.
دغه لاریون کوونکي د ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجې په خلاف راوتلي، دوی دا بودیجه غیرمتوازنه بولي او ادعا کوي، چې غور ولایت ته پکې هيڅ پراختیایي پروژه نه ده منظوره شوې.
ازادي راډیو د یوه تن لاریون کوونکي له خولې لیکلي «څو چې حکومت د ولایت د لویې لارې او د برېښنا د بند لپاره بودجه نه وي منظور کړې دولتي ادارې به همداسې بندې وي.»
په ورته وخت کې د غور ولایت والي «غلام ناصر خاضح» هم دا مني، چې دولتي ادارې بندې شوې؛ خو په خبره یې، دوی د کابل پرېکړې ته انتظار باسي.
یاده دې وي، دا یوازې د غور اوسېدونکي نه دي، چې بودیجه غیر متوازنه بولي؛ د غزني، میدان وردګ او یو شمېر نور ولایتونو اوسېدونکي هم له دې بودیجې سر ټکوي او ګیله کوي، چې حکومت له ولایتونو سره د مور او ميرې چلند کوي.
یاده دې وي، چې د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه له ګڼو ناندریو وروسته درې ورځې وړاندې د کابل حکومت د ولسي جرګې له لوري تصویب شوه، دغه بودیجه ټولټال ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۸۹ یې عادي او ۱۳۹ میلیاردهیې پراختیايي بودیجه ده.