افغان سیاسیون: ارګ کې خاصې کړۍ د سولې پروسه انحصاروي، موږ د یوې هر اړخیزې طرحې په جوړولو کار کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د اجرائيه ریاست د مرستیال «محمد محقق» په کور کې راټول شوي لسګونه سیاستوال، چې نن یې د بندو دروازو تر شا ناسته درلوده؛ د ارګ دننه یو شمېر کړۍ د سولې د پروسې په انحصار تورنوي او ادعا کوي، چې دوی غواړي د سولې لپاره داسې یوه طرحه جوړه کړې، چې هر اړخیزه وي او ټول جهتونه پکې ځان وویني.

دغه ناسته، چې د اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله»، پخواني ولسمشر «حامدکرزي»، یونس قانوني، محمد محقق، کریم خلیلي او حاجي دین محمد په ګډون لسګونه افغان سیاستوالو پکې برخه درلوده، نن په کابل کې جوړه شوې او  له منځه یې  د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال «یونس قانوني» د ناستې ګډو نوالو ته وویل « هغه طرحه، چې زموږ په نظر کې ده، سولې ته د رسېدو لپاره د ټولو افغانانو طرحه ده، له همدې امله، که هر امتیاز راځي همدې ادرس ته به ځي، او که مسئولیت هم وي، د همدې ادرس په غاړه به وي.»

د قانوني په خبره، ددوی طرحه داسې جوړه شوې، چې ټول افغانان به پکې خپل ځان شریک وویني.

اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» د افغان سیاستوالو له طرحې ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ، چې هیڅوک باید ددې طرحې او د سولې د خبرو خنډ وګرځي.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا رییس «کریم خلیلي» په دې ناسته کې د طالبانو له لوري د «تاوتریخوالي» د کموالي له پرېکړې هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ، چې هیڅوک باید د بین الافغاني خبرو تر پيل وړاندې د «اوربند» په نامه باندې د سولې د خبرو د سبوتاژ هڅه ونکړي.

د افغانستان د خلګو د ملي وحدت ګوند مشر «محمد محقق» بیا ارګ کې شته کړۍ د سولې په مخالفت تورنې کړې او په خبره یې، ارګ کې یو شمېر کړۍ د سولې د خبرو د انحصار هڅه کوي؛ خو هغوی د ملت او نظام استازیتوب نشي کولای.

دا غونډه داسې مهال رابلل کېږي، چې د افغان سولې بهیر په یوه حساس حالت کې قرار لري، په قطر کې د طالب او امریکایي مذاکراتي ټیمونه د توافق لور ته نږدې شوي ښکاري او داسې تمې شته، چې ښایي د توافقنامې له لاسلیک وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.

په داسې وخت کې، چې بین الافغاني مذاکرات را لنډ شوي ښکاري، حکومت لا هم په دې برخه کې ګونګ دريځ لري او لا هم ندی توانېدلی، سیاسي اشخاص او جهتونه په ځان راټول او په دې توګه د طالبانو په وړاندې یو محکم دريځ ونیسي.

که څه هم حکومت د خپل مذاکراتي ټیم د بشپړېدو خبر ورکوي؛ خو ددې ټیم د نوملړ نه رسنیز کول او د یو شمېر سرچینو خبرونه دا څرګندوي، چې حکومت لا هم ندی توانېدلی له سیاسیونو سره په ګډه یو هر اړخیز ټیم تشکیل کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

یو سرښونکی په یو ټلګی ډیری ناری واوریدی. کله چی ټولګی ته ورغلی، هغه کس چی ډیری ناری یی وهلی، ترغوږ ونیوی او دټولګی څخه واستی. بیرته ټلګی ته ورغلی. پوښتنه یی وکړل، چی ستاسی ښونکی چیری دی، نو زده کونکو ورته وویل: هغه چی تا بهر کی هغه ښونکی وه. اوس هم هغه غله، د سولی دښمنان، او د نا امنی اصلی عاملین د سولی په باره پټی خبری کوی. او که بیا کوم شوم پلان لری؟

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دغه غله او هغه چه دوی یی په ارګ کی یادوی ټول د اشغالګرو خیرات خواره سپی دی توپیر هم دومره چه دوی پرون د اشغالګرو په خیرات کی په دواړو جامو شخوند وهلو او د ارګ خیرات خواره سپی نن په ارګ کی په رسمی ډول د اشغالګرو په خیرات او د خیراتو په هدوکو شخوند وهی . توصیه خو ورته نشم ویلای، توصیه د استادانو او مشرانو له خوا وی او زه کشر او علمیت می هم د طالب مشرانو د پوهی او تجربی سره د مقایسی وړ هم نه ده . نو د توصیی په ځای به… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

په بحث کې ګډون وکړه…جوړ تازه. نیانزی صاحب ته، دا چه تالیکلی چه،اخربه زموږ د ټولو شهادت وی.نو زما پوښتنی، ۱-ته خو لندن کی نرم ګرم اسوده پروت یی څنګه ځان شهید کوی؟ ۲-خبری کول نه غواړی جنګ اوږدول غواړی .او ته خپله په لندن کی پروت یی، راشه فامیل سره افغانستان بیا به پته درته ولګیږی،چه خبری ښی دی که اوږد جنګ؟ زما بچیان په خیټه نه دی ماړه.په دا ووارو ساړه کی لوڅی پښی ګرځی او ته ماته تبصری لیکی چه جنګ،جهاد،شهادت، څلویښت کاله افغانستان جنګ جهاد شهادتونه ورکړل،ټول افغانستان جنتی دی،ځکه چه هر شهید پسی ۷۲ کسان… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

تاسی سره تر هغی مونږ له مناظرو کولو بس کړی چه تاسی د پوره سیاسی بوهی او حکمت له مخی په اصلی مسایلو خبری وکړی د لغمانی شپیلی پریږدی . تاسی هم د اروبا په کوم هیواد سفارت کی دنده ترسره کوی مګر به تبصرو کی د څټو کندو معرفی او خپل کمیشن پری تر لاسه کوی ډیره مننه