drone shuttdown

بلخ: طالبانو دوه ورځو کې دوه الوتکې رانسکورې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبانو د بلخ ولايت په دوو بېلابېلو سيمو کې په دوو ورځو کې دوه کشفي الوتکې رانسکورې کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره ورځ يې د بلخ ولايت خاص بلخ ولسوالۍ په بوقه سيمه کې د امريکايي ځواکونو يوه کشفي الوتکه ويشتلې او رانسکوره کړې ده چې پاتې شوني يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

همداراز مجاهد وايي چې نن يې هم د بلخ ولايت چهاربولک ولسوالۍ په انګور باغ سيمه کې د امريکايي ځواکونو يوه کشفي الوتکه ويشتلې او رانسکوره کړې ده چې پرزې يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن د هلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کې هم د ملي اردو يوه چورلکه په راکټ ويشتلې او رانسکوره کړې يې ده.

د هلمند ولايتي چارواکو هم منلې ده چې په کجکي ولسوالۍ کې يې يوه چورلکه د راکټ په بريد کې راغورځول شوې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د