جنوبي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله اليس ويلز

الیس ويلز: خلیلزاد هڅه کوي، له طالبانو د جګړې تشدد کمولو ژمنه واخلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۸ل): جنوبي او مرکزي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز ويلي، د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خلیلزاد هڅه کوي، چې له طالبانو د جګړې تشدد کمولو ژمنه واخلي.

د امريکا دې لوړپوړې ډيپلوماټې زیاته کړې، چې د قطر خبرو ډېر تمرکز د سوله ييز ماحول په رامنځته کولو او سولې ته د رسېدو لپاره د جګړې تشدد په راکمولو دی.

مېرمن ویلز د هند او سري لنکا له سفر وروسته تېرې څلور ورځې په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د دوه اړخيزو اړيکو سربېره د افغانستان سولې په اړه په سلامشورو تېرې کړي دي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ويلي، چې طالبان بايد د جګړې تشدد راکم کړي.

خو د ګډ حکومت چارواکي ټينګار کوي، چې د سولې تړون لپاره د جګړې تشدد کمول بسنه نه کوي، بلکې طالبان بايد بشپړ اوربند وکړي.

د ګډ حکومت چارواکي د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې نهايي شوو خبرو کې ځان ګوښه شوی بولي او اندېښنه ښکاره کوي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ کېدونکی تړون به د سولې پر ځای جګړه زياته کړي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي سربېره ډېری کارپوهان او څارونکي د ګډ حکومت چارواکي د سولې په مخالفت او دښمنۍ تورنوي او د حکومت له لوري د اوربند غوښتنه پلمه بولي.

طالبانو هم ويلي، د جګړې تشدد کمولو په اړه يې د امريکا غوښتنه منلې، خو زياتوي، چې امريکا د نوو او اضافي غوښتنو په رامنځته کولو وخت ضايع کوي.

طالبانو ټينګار کړی، چې امريکا بايد د روان بحران په عمق ځان وپوهوي او د ستونزې د غځولو پر ځای د رښتيني حل په لټه کې شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
8 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

امریکا هڅه لری هغه څه چه یی په نظامی ډګر کی ترلایه نه کړی شو هغه د تش نامه سولی تر عنوان لاندی کی تر لاسه کړی. کله یوه او کله بهانه نیسی . د امریکا اصلی هدف په قطر کی د مرکچی ټیم طالبانو په بیه رانیول دی په بیلونو ډالرو به هم صرفه ونه کړی جه طالبان پی د پرونو تشه په نامه جهادی رهبرانو په شان په بیه رانیسی له رانیولو څخه یی ګته دا چه د کابل غلامه اداری ته یی په خبرو کولو مشروعیت او رسمیت ورپه برخه چه له امله به یی اشغال هم… نور لوستل »

نواب
میلمه
نواب

دا یهودان دروغ وایی هسی بهانی کوی،سوله موله نشته،دا یو کمپاین وو دترمپپپپپ دانتخاباتو لپاره دا چه خلک ده ته را ورکری.طالب جانه نور وخت مه ضایع کوه.

عزام افغان
میلمه
عزام افغان

امریکایان ډیر فریبکاره او دسیسه ګر خلک دی نن به د اورکم په تعريف وخت ضايع کړی صبا به وايي چې نه باید پوره رسمي اوربند وشي او نورې وړې مسئلې به بهانه ګرځوی. د جنګ زور هم مونږ ته معلوم ده او مونږ په همدې جنګ کې اوسېږو، چاپې او دغه ټول حالات وينو، مګر د نولس کالو قرباني،یتیمان،کونډې،چاپې،وحشتونو ته هم بايد پام وکړو د امريکا غېږ ته یې باید ور ونه غورځوو، چې شرعي اهداف مو نه ترلاسه کېږي څه وکړو دا تکاليف به ښه په نره په ځان ګالو.یو کال چې نور د امريکا په افغانستان کې… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

سوله هله راتلای شی چی ولس را ویش شی لکه عراق کی ولسی پاسون. پدی خرس سویو سیاسیونو لکه کرزی، عبدالله، محقق، قانونی او…. او قطری ## طالب مشرانو نه رازی. بله خبره چی طالب زان و مطلق اوربند ته نه نسی سو دلیله سته: اول: طالب یو گروپ نه دی که قطری طالب اوربند وکری نو ملا رسول گروپ او د شیخ هبیت الله زینی جنگی قومندانان یی نه منی چی په دی سره به د طالب د واحدی قوماندی دعوه دروغ ثابته شی. او نه هم پاکستان په مطلق اوربند راضی دی. دوهم: که کلی اوربند وشی د… نور لوستل »

محمدظاهر حلیمی
میلمه
محمدظاهر حلیمی

سوله دملت حق دی دارګ اوسنی واکدارن دانتقام خبری کوی انتقام اوسوله دوه متضادقطبونه دی په قدرت کی دبقا پاتی کیدوپه منظورغواړی جګړه اوږده کړی

اجمل
میلمه
اجمل

ما له پخوا ویلی چی کومه سوله د څه لپاره. سهل شاهین چی وویل چی توافقنامه به تر آخره د دی میاشتی امضا کړو ما وویل چی په لاکه یی امضا کړی. اوس هم همداسی وایم. د شتدد کمول تا څه معنی لری. یعنی چی پخوا مو انتحاریانی کولی هر ورځ خو اوس به یی میاشت کی یو ځلی کوو.

مجاهد
میلمه
مجاهد

د چرسیانو یا د قیماربازی ډګر نه دی چه څه دی په خوله راشی زړه تش کړی طالبان د د ټول نړیوال یهودی استعمار سره ښکر به ښکر دی د هر ډول وړتیا او پیاوړتیا کار اخلی او کار یی اخستنی د پام وړ بریاوی هم لری. دا یی هم بریا ده چه امریکا او غلامه اداره یی ډ تولو امکاناتو لرلو او کارولو سره سره بیا هم نه شی کولای چه طالبان لاندی او خپلی غوشتنی پری ومنی او تر دی چه طالبانو تر اویا سلنه زیاته خاوره او خلک تری خبل کړی دا چه ځینی نیشه یان د… نور لوستل »

غلام سخی بکواهی
میلمه
غلام سخی بکواهی

یاره اجمل وروره ده قیامت ورز باندی به جواب ورکوی خدای پاک عقل درکری دی او ده استشهادی او زان مرگ معنا هم سمه در معلوم ده او هاغه سوک چی شریعت ته قربانی ورکوی او هاغه غولی دلی چی دیموکراسی ته قربانی ورکوی تکلیف پ دی دنیا او اخرت معلوم دی ان شاالله تاسی زان مه پ تکلیف کواست چونکه هاغه یهود اونصاراوو پیسو او اسلحو کار نکوی نو ته حیرانکی ژبه به سه نقس و امارت ته ورسوی هاغه ده کاروان او …کیسه ده دا کاروان تیریژی انشاالله

احمد
میلمه
احمد

دا دوه لاندینی نظر ورکونکی دخپلو نظریاتو له مخی ښکاری چی دوی د حکومت نه بلکي د لیونی غنی شخصی فیس بوکې معاش خواره دي دوی د عقل خاوندان نه دي چې خپل کوم منتقي دلیل وړاندی کړی بلکه د پیسو په بدل کې دیو چا کرایی نوکري کوی داسی خلک وطن پلورونکی وي ځکه دوی د معاش حاصلولو بدل کی وطن عزت دین اوبلکه هر څه خرڅولو ته تیار موضع کې ناست وی په هر ارزښت بایدمعاش له لاسه ورنکړي افسوس ده په داسي بي ضمیره خلکو