
خوست: د واده پر مراسمو برید کې دوه ویشت کسان ټپیان شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د خوست ولایت په عليشیرو ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د لاسي بمونو بریدونه شوي، چې له امله یې لسګونه کسان ټپیان شوي.
د راپورونو له مخې، پېښه تېره شپه نهه بجې شاوخوا د عليشیرو ولسوالۍ اړوند د «تریزیو» په وارث کلي کې رامنځته شوې، چې له امله یې دوه ویشت تنه ټپیان شوي.
یاده دې وي، چې تر دې دمه د پېښې مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخستی.