افغانستان

نړیوال بانک: افغانستان د سولې له هوکړې وړاندې او وروسته ګڼو مرستو ته اړتیا لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې د افغان سولې پروسه یوه حساس پړاو ته رسېدلې او طالب او امریکایي مذاکراتي ټیمونه د توافق د لاسلیک په تمه دي؛ نړیوال بانک وايي، دو په دې تمه دي، چې د سولې هوکړه به د اقتصادي وضعیت په رغولو کې مرسته وکړي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس «هنري کرالي» له طلوع نیوز سره د خبرو په مهال کړي، نوموړي ویلي « موږ تمه لرو، چې د سولې هره هوکړه به د مالي وضعیت په رغولو او د مالي ملاتړ په راجلبولو کې غوره پایله ولري؛ خو زموږ د انګېرنو له مخې افغانستان به د سولې له هوکړې وروسته او وړاندې بیا هم ډېرو مرستو ته اړتیا ولري.»

د هنري په خبره،  دوی په دې هڅه کې دي، چې د سولې د مذاکراتو په مهال او له هغه وروسته له افغانستان سره کېدونکې نړیوالې مرستې وساتي.

په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت ویاند «محمد یونس سالک» وایي « که چېرې د سولې مذاکرات پیل او یوه داسې پړاو ته ورسېږي، چې د سولې راتګ ته پکې لاره هواره شي، نو موږ د هماغه حالت لپاره په یوه مسوده کار کړی، تر څو اقتصادي وضعیت ورسره کنټرول شي.»

نړیوال بانک داسې مهال د افغانستان لپاره د مرستو په اړتیا ټینګار کوي، چې افغانستان په یوه خراب اقتصادي وضعیت کې قرار لري، فقر، بې کاري او د توکو د نرخونو لوړوالي یو شمېر افغانان د خپلو اولادونو پلور ته مجبور کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx