
بلخ: هوایي برید د یوې کورنۍ اووه غړي وژلي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د بلخ ولایت په خاص بلخ ولسوالۍ کې د بهرنیانو هوایي برید د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه ملکي وګړي وژلي.
د راپورونو له مخې، برید تېره شپه د خاص بلخ ولسوالۍ په «بوکي» کلي کې شوی، چې له امله یې یو کور ویجاړ، د کور خاوند ټپي او ۳ ښځې او ۴ ماشومان پکې وژل شوي.
ویل کېږي، د سیمې اوسېدونکو د وژل شویو کسانو جسدونه د مزار شریف ښار ته راوړي او د اعتراض په ډول یې، د بلخ د ولایتي شورا مخې ته اېښي.
یاده دې وي، چې تر دې دمه بهرنیانو د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
تشدد کمول غواړي خو افغانان په هوائي بريدونو کې وژني دا نو څه منطق دشیطاني دی ! ! دا وړۍ داسې نه شړۍ کیږي ! الله پاک د طالبانو ته يووالی او قوت ورکړي !!
داعمل دجنګی مجرمینوکار دی چی بی دفاع مظلوم ښځینه اوماشومان یی شهیدان کړی دی دملت هرفردد دوی دمحاکمی غوښتنه کوی