غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

زموږ غازي لاسو کې تورې ښې دي
د دښمنانو مېندې بورې ښې دي

په لوڼو، خوېندو چې تعلیم نۀ کوي
ښځې یې دغسې مجبورې ښې دي

خدای دې یې هیڅ کله سرتورې نکړي
دا پښتنې خو لکه حورې ښې دي

یو خو دې سترګې بادامي ښکلې دي
بل دې خوږې شونډې کجورې ښې دي

چې نۀ سلام اچوي، نۀ یې اخلي
نجونې همدغسې مغرورې ښې دي

موږ غواړو ښځې شي د کور ملِکې
دوی وایي نه! ښځې مزدورې ښې دي

ګوندې یوسف غوندې لالی پیدا کړي
د “خدرخېل” سترګې رنځورې ښې دي

ـــــــــــــــــــــــــــــ

۱۳۹۸/۹/۲۵

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د