سکاټ مېلر له غني سره د افغان سولې په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال «اسکاټ مېلر» د ګډ حکومت له مشر «اشرف غني» سره لیدلي او قطر ته د خپل سفر په اړه یې مالومات ورسره شریک کړي.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي، چې اسکاټ مېلر او په کابل کې د امریکا د سفارت نوي شارژدا فیر «رایس ویلسن» نن ورځ غرمه مهال له اشرف غني سره لیدلي او مېلر ورته قطر ته د خپلې تېرې اوونۍ د سفر جزئیات اورولي.

صدیقي د جنرال مېلر له قوله لیکلي، چې په قطر کې د خلیلزاد او طالبانو مذاکرات روان دي او که کوم پرمختګ رامنځته شو، زلمی خلیلزاد به یې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې مالومات شریک کړي.

سکاټ مېلر او د امریکا د سفارت شارژدا فېر داسې مهال، له اشرف غني سره د سولې په تړاو خبرې کوي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا روان مذاکرات د توافق لور ته نږدې شوې ښکاري او داسې تمه کېږي، چې د دواړو لور تر منځ به له توافق وروسته بین الافغاني مذاکرات پېلېږي.

کابل حکومت، چې تر دې دمه د سولې په پروسه کې ګوښې ته ساتل شوی، طالبانو هم ورسره د حکومت په حیث خبرې رد کړې او د امریکا ګوډاګی یې یاد کړی.

په ورته وخت کې په کابل کې افغان سیاسیون هم ارګ د سولې د پروسې په انحصار تورنوي او هوډ یې کړی، دوی به د افغان سولې لپاره هر اړخیزه طرحه جوړوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د