پر کابل د جنايي جُرمونو وحشتناکه څپه

نن ټکی اسيا سرليکنه

په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو ګراپ په هیښوونکي ډول مخ په لوړیدو دی.

رسنیو ته په دې اړوند د رسیدلیو رپوټونو پر اساس کابل پولیس هره ورځ په اوسط ډول له شلو تر دیرشو پوري بیلا بیلې جنايي پیښې ثبتوي خو د عاملینو په وړاندې یې په قاطع ډول د اجراآتو توان نه لري.

د تیرې چارشنبې په ورځ د کابل په اوومه حوزه د چهلستون په سیمه کې نامعلومو کسانو د یوې کورنۍ دری تنکي ماشومان د هغوی د مور په مخکي د تیشې په وسیله په ډیره بیدردي سره ووژل.

د وژنو او تښتونو ترڅنګ د غلو او شوکمارو لخوا د ښاریانو د مالونو او وسائطو تښتول هم ډیر شوې او د کابل ښاریانو په خبره چې تر ماښام وروسته غله او شوکمار د کابل په کوڅو کې ښکاره ګرزي او څه چې یې زړه وغواړي هغه ترسره کوي.

که څه هم چې د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامز له رسنیو سره په خپلو څرګندونې کې ویلي چې دوئ په دې وروستیو کې د کابل ښار په بیلا بیلو برخو کې (۵۳) تنه د وژنې ، اختطاف ، غلا ، اخلاقي فساد او نورو مختلفو جرمونو د تر سره کولو له امله نیولې، خو کابل ښاریان وايي چې امنیتي چارواکي د هغوي په خوندیتوب کې ناتوانه ؛ بلکې په ډیری جنايي پیښو کې پولیس له جنايي مجرمینو سره یولاس وي او اکثره همدا جنايي پیښې د امنیتي پوستو په څو قدمي کې تر سره کیږي.

په کابل کې د جنايي جرمونو ګراپ په داسې حال کې مخ په لوړیدو دی چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د شفافیت نړیوال سازمان د فساد په اړه په خپل کلني راپور کې افغانستان د نړۍ په لسو فاسدو هیوادونو په قطار کې حساب کړ.

په کابل ښار او عموما په ټول هیواد کې نا امني او د جنايي جرمونو ډیر والی د فاسدې حکومتولي محصول دی چې ولس یې پر ناامنۍ ، فقر او بیکاري سربیره له ګڼو مشکلاتو سره مخ کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د