نړۍ

پاکستان سره د چین مرسته، پنځوس JF17 جیټ الوتکي او ۴۰۰ ملیونه ډالر

jf-17-thunderنن ټکی آسیا: یو پاکستاني چارواکي خبر ورکړی چي چين به په نیژدې راتلونکي کي پاکستان ته پنځوس GF17 جنګي جیټ الوتکي ورکړي.

پاکستاني اخبار د یو جګ پوړي چارواکي چي نوم يي نه دی څرګند کړی له خولې ویلي چي ددغه مرستي په اړه د پاکستان د وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني په اوسني زیارت کي لاسلیک وسي.

دغه مسول ویلي چي پاکستان او چین مخکي لا په ګډه پر جنګي الوتکو په ګډه کار کوي، او جوړه وي يې، مګر دا نوي الوتکي چي چین یې پاکستان ته ورکوي، ډیري پرمختللي او ښې جنګي الوتکي دي.

د پاکستان یوې بلي رسنۍ (اسوشیتد پریس پاکستان) په چین کي د پاکستاني سفیر له قوله ویلي چي چین به د پاکستان سره ۴۰۰ میلونه ډالر مرسته وکړي، چي ۱۰۰ میلونه به يې په اسانه اقساطو قرض او پاته ۳۰۰ ملیونه ډالر به د سیلاب ځپلو سیمو د بیا رغوني لپاره د کومک په توګه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x