عبدالله عبدالله: نه د سولې د انحصار اجازه ورکوو او نه تر مذاکرې وړاندې په طالبانو شرطونه ږدو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائيه رییس او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر«عبدالله عبدالله» د سولې د پروسې انحصار او د ارګ له لوري د یو اړخیزو ګمارنو په وړاندې توند غبرګون ښودلی او له مذاکراتو وړاندې پر طالبانو باندې د شرطونو له اېښودلو سره یې مخالفت څرګند کړی.

عبدالله عبدالله نن په کابل کې د خپلو پلویانو یوې ناستې ته ویلي، چې د سولې په وړاندې د خنډونو جوړول ورته د زغم وړ نه دي او په خبره یې، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او دوی به یې کله هم د انحصار اجازه ورنکړي.

د عبدالله په قول، دوی به له نورو سیاسیونو سره یو ځای د سولې په مذاکراتو کې اصلي طرف وي « موږ به دسولې په مذاکراتو کې له نورو سیاسیونو سره یو ځای اصلي طرف یو؛ ځکه زموږ ټیم همه شموله دی، تر مذاکراتو وړاندې شرطونه نه ږدو؛ خو کله، چې خبرې پيل شي د افغانستان له ټولو منافعو به دفاع کوو.»

عبدالله عبدالله دا څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې ارګ د طالبانو له لوري د «تشدد کموالی» بې مفهومه ګام وباله او په اوربند یې ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې اجرائیه رییس دا سې مهال، د سولې په برخه کې د ارګ مشر مخالف جهت نیسي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا مذاکرات پرېکنده پړاو ته رسېدلي او داسې تمې شته، چې ښايي د دواړو لورو تر منځ توافق وشي او په تعقیب یې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.

د شنونکو په باور، د حکومت د اجزاوو تر منځ همغږي او له سیاسیونو د کابل حکومت بېله کړې لار به، د حکومت دریځ د طالبانو په وړاندې نور هم ضعیف کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Adam Khan
میلمه
Adam Khan

It looks like Abdulla finally realized that TALIB is the voice of the nation.
It is a political, social and military force and cannot be defeated
No, Abdullah no not at all, it is not late for you
It is late ONLY for ABDUR RABI RASOOL IBLEES