افغانستان

بغلان: نهه دولتي عسکر له طالبانو سره يوځای شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې نهه تنه دولتي عسکر له خپلو دندو لاس په سر شوي او طالبانو سره يوځای شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ياد عسکر په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د جلب او جذب کميسيون د مسؤلينو په هڅو له خپلو دندو لاس اخيستی او طالبانو سره يو ځای شوي دي.

مجاهد د يادو عسکرو نومونه هم خپاره کړي دي او ويلي يې دي چې تسليم شويو عسکرو ته د طالبانو له لوري د ارام ژوند تېرولو ډاډ ورکړل شو.

بايد وويل شي چې په دې ورستيو کې په بېلابېلو ولايتونو کې له دولتي ليکو ګڼ شمير عسکر راجلا کيږي او طالبانو ته تسليميږي.

طالبان هم وخت په وخت په دولتي عسکرو غږ کوي چې په دولتي ليکو کې دې د دوی په خلاف له جګړې څخه لاس واخلي او خپل عادي ژوند ته دې مخه کړي.

د بغلان ولايتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x