
تخار: طالبانو ۳ قرارګاوې او ۵ پوستې سقوط کړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): طالبانو د تخار ولايت په نمک آب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په قرارګاوو او پوستو بريدونه کړي چې په نتيجه کې یې درې قرارګاوې او پنځه پوستې يې سقوط کړې دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د تخار ولايت د نمک آب ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې د چهارمغزک بالا و پائین، سیخلر، کچکول، خمار، تکه خانه، ګندمک، سیګزار، نخچیردره او زرسرکان سيمو کې يې يادې پوستې يې نيولي دي.
#الفتح:
مهم: د تخار ولایت نمک آب ولسوالۍ مربوطاتو کې دمزدور دښمن ۳ قرارګاوې، ۵ پوستې فتحه او د چهارمغزک بالا و پائین، سیخلر، کچکول، خمار، تکه خانه، ګندمک، سیګزار، نخچیردره او زرسرکان پراخې سیمې په بشپړه توګه د دښمن له وجودڅخه پاکې شوې.
دښمن تښتیدلی اومجاهدین دپرمختګ په حال کې دي.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) January 26, 2020
نوموړی زياتوي چې له قرارګاوو او پوستو دولتي عسکر په تېښته بریالي شوي دي او په وينا يې چې طالبان د پرمختګ په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې هم طالبانو د هلمند ولايت کجکي ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو شپږ قرارګاوې او شل پوستې سقوط کړې وې.
تر اوسه دولتي مسوولينو د تخار د قرارګاوو او پوستو د سقوط په اړه څه نه دي ويلي.