چین کې د کورونا ویروس له خپریدو وړاندې پوهانو د ملیونونو کسانو د وژل کېدو خبرداری ورکړی و

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امریکا پوهانو درې میاشتې وړاندې وړاندوینه کړې وه چې د کورونا ویروس کوم چې په چین کې په پراخه کچه خپور شوی، احتمال دی په راتلونکې نږدې کې لسګونه ملیونه انسانان ووژني.

د روغتیا مرکز جان هاپنکنز پوهانو د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د خپلې یوې څیړنې په برخه کې د فرضي وبا خپریدو په اړه بیلګې وړاندې کړې وې.

دوی څرګندونه کړې وه چې دغه وبا به د ۱۸ میاشتو په دوران کې د نړۍ په شاوخوا کې تر ۶۵ ملیونه خلک ووژني.

دغه ویروس یا وبا د دیسمبر میاشتې په منځ کې د چین په هوبای ایالت ووهان ښار کې د یوه کس له لارې خپره شوه چې تر دې دمه یې له ۵۰ زیات کسان وژلي او له ۲۰۰۰ زیات پرې اخته شوي دي، پوهان وایي چې ریښتینې شمېره تر دې لس چنده زیاته ده.

د پورتنۍ څیړنې یوه ډاکټر ویلي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به په هر هېواد کې پر کورونا ویروس کسان اخته وي، چې د ناغیړۍ پرمهال به سخته وژنه رامنځته کړي.

د کورونا ویروس یوازې د چین لپاره نه، بلکې ټولې نړۍ ته خطر پېښ کړی، تر دې دمه ددې ویروس پېښې په جاپان، استرالیا، فرانس، ویتنام، فیلیپين، تایوان، پاکستان، مالیزیا، نیپال، سویلي کوریا، تایلند، سعودي عربستان، هانګ کانګ، ماکاو، امریکا او سینګاپور هېوادونو کې ثبت شوي دي.

د چین هېواد وایي چې تر دې دمه نه دي توانیدلي په بشپړه توګه د یاد ویروس تشخیص وکړي، خو دوی باوري دي چې ډير ژر به ددغه ویروس مخنیوی وکړي، او پرې اخته کسانو درملنه وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مشر فیروز الدین فیروز رسنیو ته ویلي چې په افغانستان کې د یاد ویروس د خپریدو کچه کمه ده، ددې ګڼ شمېر لاملونه دي چې یو یې د چین او افغانستان ترمنځ د مستقیم الوتنو نه شتون دی، کوم چې له تیرې یوې میاشتې راهیسې دریدلي دي.

پر کورونا ویروس اخته کسان تبه او زکام لري او د تنفس سیستم یې هم ګډوډیږي، دا ویروس له ځناورو انسانانو ته انتقال شوی او په اسانۍ سره له یوه کس څخه بل ته انتقالیدی شي، دا ویروس تر ډيره «سارس» ویروس ته ورته والی لري چې په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳م کالونو کې یې ټولټال په ۸۰۹۸ کسانو کې۷۷۴ وژلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپله بیړنۍ غونډه کې د یاد ویروس په اړه بیړنی حالت اعلان نه کړ، ددوی په وینا چې «تر دې دمه ددې ویروس په اړه په نړیواله کچه بیړنی حالت اعلانول لا وختي دی».

نړیوال سازمان زیاتوي، هغه وګړي چې د یاد ویروس له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی عمرونه یې تر ډيره زیات دي، په دې کې د ټيټ ناروغ عمر ۴۱ او د پوخ عمر ۸۹ کاله و، دغه راز دغه کسانو د کورونا ویروس سربېره نورې ناروغۍ هم درلودې.

چین هېواد د ۱۱ ملیونه وګړو «ووهان» ښار په بشپړه توګه تړلی دی، په هوایي ډګر کې نږدې ټولنې الوتنې درول شي، ترانسپورتي تګ راتګ او له ښار څخه وتلې ټولې اساسي لارې تړل شوي دي، ددې سربېره یې په لسو نورو ښارونو کې هم یاد ترتیبات عملي کړي دي.

دغه راز د چین حکومت وړمه ورځ اعلان وکړ چې په ووهان ښار کې د کورونا ویروس ناروغانو ته په شپږو ورځو کې ۱۰۰۰ بستریز روغتون جوړوي، دغه روغتون به تر دوشنبې ورځې چمتو شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د