
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازی په دوه ورځني سفر تهران ته رسېدلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر «یوناما» مشر «تدامیچي یاماموتو» په دوه ورځني سفر تهران ته رسېدلی.
د یوناما له لوري په همدې تړاو ویل شوي، چې یاماموتو به د خپل دوه ورځني سفر په مهال په تهران کې له ایراني او نړیوالو چارواکو سره د افغانستان په اوسني وضعیت خبرې وکړي.
UN envoy for #Afghanistan, Tadamichi Yamamoto, in #Tehran for two-day visit to discuss the situation in Afghanistan with Iranian and international officials. pic.twitter.com/VpECrcgGan
— UNAMA News (@UNAMAnews) January 26, 2020
دغه سفر داسې مهال کېږي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا مذاکرات یوه پرېکنده پړاو ته رسېدلي او دواړه لوري د توافق د لاسلیک شیبې شماري.
په ورته وخت کې طالبانو له امریکا غوښتنه کړې، څو قیمتي وخت په داسې موضوعاتو باندې برباد نکړي، چې په دوی پورې اړه نلري.