پنجشېر: امنیه قوماندان د یوه غیر مسئول وسله وال په نیولو کې د سستي له امله له دندې ګوښه شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې په کابل کې یو شمېر هټیوالو خپل دکانونه وتړل او ادعا یې وکړه، د «حسیب قوای مرکز» په نوم د غیر مسئوله وسله والو قوماندان له دوی باج اخلي؛ کورنیو چارو وزارت دې ګام ته جدي غبرګون ښودلی او د پنجشیر امنیه قوماندان «محمد اسحاق تمکین» یې د حسیب قوای مرکز د نیولو په برخه کې د «تعلل» له امله له دندې ګوښه کړی.

د کابل حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند «نصرت رحیمي» په دې تړاو لیکلي « د پنجشیر ولایت امنیه قوماندانی ته له وړاندې دنده ورکړل شوې وه چې حسیب قوای مرکز ونیسي او قانون ته یې وسپاري، له دې چې د پنجشیر ولایت امنیه قوماندان په دغه برخه کې تعلل کړی او جدي قانوني اجرائات یې نه دي کړي، هغه له دندې کوښه او پر ځای یې ددغه ولایت د امنیت آمر عبدالواسع فراجي د سرپرست په توگه وټاکل شو.»

د رحیمي په خبره، حسیب قوای مرکز په پنجشېر کې دی او نوي امنیه قوماندان ته دنده سپارل شوې، څو ژر تر ژره یې ونیسي.

یاده دې وي، چې په کابل کې د قوای مرکز، شاداب ظفر او سرای شمالي یو شمېر هټیوالو خپل دکانونه تېره ورځ وتړل او ادعا یې وکړه، چې حسیب او وسله وال یې ترې باج اخلي.

بل لور ته حسیب قوای مرکز په فسبوک باندې د یوې ویډيو په خپرولو سره، په ده باندې لګیدلي تورونه رد کړي او ادعا یې کړې، چې ملي امنیت ورباندې هدفي وژنې کولې.

نوموړي ددې تر څنګ دده نیول ناممکن بللي  او تر څنګ یې د پنجشېر د امنیه قومانداني نوی سرپرست د خوشال سادات یار بللی او له هغه یې غوښتي، چې له ځانه «بچه فلم» جوړ نکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

د غنی ټامیانو وګوري دا کمزوره اداره مو ستاسو کله کله نن ټکی ویب پاڼی ته هم سر را ښکاره شی .دوی دومره سر ناخلاصی دی چې دا کمزوری حکومت ددوی یو حسیب نشي مهار کولی قیصاری لال پور او یا کوم بل کس دحکومت دننه یا دباندی کس. چی په هغه چا چی تاسو یی بابا بولی سترګی راوباسي او دی ورته رڼی رڼې ګوري .چی ظالم له ظلمه نشی ایسارولی .د ښځو حقوق د دیموکراسی له مخې نشي ورکولی.امنیت ملک کې نشی راوستلی.کاریګر ته کار نشی پیدا کولی. د رشوت مخه دی نشی نیولی .دصلحې لپاره یو هیت… نور لوستل »