نړۍ

اسرائيلي اتباع کولی شي تر دې وروسته سعودي ته ښکاره رسمي سفر وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د اسرائيلو د کورنيو چارو وزير ارييه درعي داسې يو فرمان لاسلیک کړی، چې تر دې وروسته يهود او د اسرائيلو پاسپورټ لرونکي خلک کولی شي، د سوداګريزو او ديني موخو لپاره سعودي ته سفر وکړي.

د اسرائيلو د کورنيو چارو وزير خپلو اتباعو او ټولو يهودو ته سعودي ته د سفر اجازه وروسته تر هغه ورکړې، چې د اسرائيلي دولت له پيدايښت راهيسې خپلو اتباعو ته د سعودي د سفر اجازه نه ورکوله او سعودي يې د يوه دښمن دولت په توګه پيژانده.

د کورنيو چارو وزارت وايي، دا فرمان يې د ملي امنيت شورا، استخباراتو، بهرنيو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو په مشوره خپور کړی دی.

تر دې وړاندې ۴۸ فلسطينيان هم د اردن حکومت په غوښتنه د اسرائيلو په پاسپورټ د عمرې او حج لپاره سعودي ته تللي دي.

په دې فرمان کې راغلي، چې اسرائيلي اتباع او يهود کولی شي، په سعودي کې په سوداګريزو او اقتصادي غونډو کې له سعودي چارواکو او عربانو سره ګډون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزې راکړې ورکړې او پانګونې په اړه بحثونه وکړي.

فرمان زياتوي، چې د سعودي ويزه يوازې هغه خلک ترلاسه کولی شي، چې د اسرائيلو امنيتي ادارو اجازه ورلري، د سعودي حکومتي چارواکو او يا سوداګريز شرکت له لوري رسمي بلنه ورکړل شوي وي او هلته د اوسېدو زياته موده به يې نوي ورځې وي.

د اسرائيلو هارټس ورځپاڼې او نورو رسنيو ليکلي، سعودي ته د اسرائيلو او يهودو د سفر رسمي اجازه د رياض او تل ابیب ترمنځ د پټو دوه اړخيزو اړيکو د ښکاره کېدو پر لور مهم ګام دی.

د اسرائيلي رسنيو په وينا له تېرو څو لسيزو راهيسې اسرائيل او سعودي پټې اړيکې لري، خو د محمد بن سلمان له راتلو سره دا اړيکې په ښکاره کېدو دي.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو او نورو چارواکو ويلي، د متحده عربي اماراتو او سعودي سربېره له ګڼ شمېر عربي دولتونو سره ښې اړيکې لري او غوښتنه يې کړې، چې نور بايد دا اړيکې په پرده کې پاتې نه شي او هر څه بايد روښانه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د صلیبی جنګو مشر سپه سالار د سپټمبر یوولسمه فاجعه د همدی هدف د پاره جوړه او وکاروله چه اسلامی نړی او په ځانګړی ډول فعالو مسلمانانو ( مجاهدینو ) ته کشت او مات ورکړی یعنی تر دی دمخه شرایط تر دی کچی رارسیدلی وو چه د ټولی اسلامی نړی د هیوادو سیاسی قدرت یی ترلاسه کړی وو یعنی لوړبوړی چارواکی یی غلامان او اجیران وو. یواځی ځایونه چه د الهی نظام د پیاده کولو د پاره پکی امکاناتو شتون درلود هغه منځنی ختیز شاوخوا په خانګړی ډول سعودی کی د فعالو مسلمانانو شتون او افغانستان کی د اسلامی امارت… نور لوستل »

عبدالله

بیانزی صاحب، نه پوهیزم ترکومه د طالبانو د تحریک سره په نژدی ارتباط کی پاته شوی یی؟؟ د طالبانو نظام کی دیر نارواوی وسوی، دیر علما شته چی هغه جنگ ته یی د ورور وژنی جنگ وایه، یو وخت ملا محمد عمر مرحوم و جناب باباک ته ورغی هغه ورته وویل عمره سنگه راغلی؟ مشر ملا صاحب ور خخه زینی پوشتنی کولی، جناب بابک مخامخ ورته وویل تاسو فساد کی یاست، ستاسو سره جهاد روا دی چی بیا ملا محمد عمر سخت وژرل. ته ورسه شمال ته چی سه ظلمونه سوی دی، کورونه یی وروسوزول، باغونه یی ور وریبل، انسانان… نور لوستل »

عبدالله

نن تکی اسیا اداری ! دا زما تبصیری پر تاسو سه تبه راولی؟ خپری یی کری. خدای تعالی ته به سه جواب وایاست؟ چی ددین او حقیقت خبره نه خپروی خو د جمیل او مجاهد شکنزل خپروی؟

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x