
د نړۍ مشهور باسکټ بال ستوری د چورلکې په پېښه کې ومړ
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د باسکټ بال لوبې مشهور ستوری (کوبی برینټ) د یکشنبې په ورځ د جنوري په ۲۶مه نېټه د سهار په لسو بجو د خپلې چورلکې غورځېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې کوبي برینټ او د هغه ۱۳ کلنه لور د امریکا په کلفورنیا ایالت کې د چورلکې په پېښه کې د نورو څلورو سپارو کسانو سره وژل شوی دی.
د کوبي برینټ د سورلۍ الوتکه د کلفورنیا د کالاباس غونډۍ په سر غورځېدلې ده، حال دا چې دغه ځای کې د ژغورنې لپاره شاوخوا هیڅوک نه لیدل کیدل.
۴۱ کلن کوبي برینټ د باسکټ بال لوبې مشهور ستوری و چې په یادو لوبو کې یې ګڼ شمېر نړیوال ریکارډونه په خپل نوم کړي دي.
نوموړي ۱۸ وارې د امریکا د غوره لوبغاړي لقب ګټلی او د خپلې لوبډلې (لاس اینجلس لیکرز) په ګټه یې شاوخوا شل کاله لوبه کړې ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې کوبي برینټ به همیشه په چورلکه کې سفر کاوه، نوموړی به خپلې هرې سیالۍ ته د چورلکې په واسطه سفر کوه.
کوبي برینټ ملیونونه مینوال درلودل، هغه د امریکا د باسکټ بال د ټولنې په تاریخ کې څلورم لوبغاړی و چې د خپل ورزشي ژوند په اوږدو کې يې په لوبو کې تر ۳۰زرو زیات پواینټونه ترلاسه کړي دي.