افغانستان

پاکستاني پولیسو «منظور پشتین» نیولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): پاکستاني پولیسو په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ «پي ټي ایم» مشر «منظور احمد پشتین» نیولی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي «محسن داوړ» په خپل ټویټر باندې د منظور د نیول کېدو د خبر پخلی کړی او ټینګار یې کړی، چې د منظور نیول کېدل به دا غورځنګ نور هم پیاوړی کړي.

محسن داوړ ددې تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ له پلویانو غوښتي، چې تشدد ونکړي، ارام واوسي او د مشرانو تر پرېکړې پورې انتظار وکړي.

بل لورته د غور ځنګ یوې بلې فعالې «ثناء اعجاز» دبي بي سي خبریال ته ویلي، له منظور سره په څنګ کې بلال مسید، ادریس پښتین، حمید وزیر، سلام مندوخېل، سلمان پښتین او فاروق هم نیول شوي او تر دې دمه د شرکۍ پولیسو تاڼه کې دي.

د اعجاز په خبره، پولیسو دوی ته ویلي، چې د منظور په خلاف په ډېره اسماعیل خان کې قضیه ثبت شوې او دوی به یې د هماغه ځای پولیسو ته تسلیموي.

تر اوسه لا هم څرګنده نه ده، چې پولیسو منظور او ملګري یې د کوم لامل په اساس نیولي.

پښتون ژغورنې غورځنګ، له تېرو دوو کالو راهیسې د پښتنو د حقوقو تر نامه لاندې مبازه کوي او پاکستاني ادارې تورنوي، چې زرګونه پښتانه یې وژلي او ګڼ یې تري تم کړي.

دا غورځنګ، چې تر دې دمه ګڼ پلویان لري، د روانې میلادي میاشتې په دوهمه نېټه یې د وزیرستان په «بنو» کې یوه ستره جلسه رابللې وه او په راتلونکي کې یې هم د پراخو جلسو هوډ درلود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

که د منظور او د هغه د انډیوالانو مبارزه په حقه وی او که څو ورځی مخکی په بنو کی د را غونډ سوو پښتنو احساسات سپېڅلی وه نو باید د وروستي او غوڅ غبرګون پتوګه ټول قام د پاکستان د مزدوری او توری ادارې په وړاندی د مقاومت او مبارزې سرې جامې غاړی ته واچوی او د پښتون غورځنګ د ارمانونو ننګه او ملاتړ وکړی. د پنجاب شا ته ملاتړی ( لندن) ولاړ دی خو د خلګو حق غوښتونکی چیغی او منګولی به د دواړو په وړاندی بریالیتوب تر لاسه کړای سی؛ البته پدې شرط: چی ددې غورځنګ تر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x