افغانستان

اروپايي ټولنه: که حکومت له فساد سره جدي مبارزه ونکړي؛ نړیوالې مرستې به له لاسه ورکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د رونټيا د څار سازمان افغانستان یو ځل بیا د نړۍ له لسو فاسدو هیوادونو څخه وګاڼه، اروپايي ټولنې ویلي، نوی حکومت دې له فساد سره جدي مبارزه وکړي، کنې د نړیوالو مرستې به له لاسه ورکړي.

د اروپايي ټولنې له لوري په ټویټر باندې خپاره شوي پیغام کې راغلي « د ۲۰۱۹ کال د فاسدو هیوادونو د نوملړ له خپرېدو دا جوته شوه، چې افغانستان لا هم د نړۍ له فاسدو هیوادونو څخه دی، که نوی حکومت د فساد ضد جدي مبارزه ونکړي، نړیوالې مرستې به له لاسه ورکړي.»

یاده دې وي، چې د عبد الله عبدالله او اشرف غني له لوري د ګډ حکومت له رامنځته کېدو وروسته ژمنه وشوه، چې له فساد سره به جدي مبارزه کېږي؛ خو څلور ورځې وړاندې د شفافیت د نړیوال سازمان له لوري په خپاره شوي راپور کې افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د لسو فاسدو هیوادونو په ډله کې اتم ځای خپل کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x