نړۍ

عراق کې د امريکا پر سفارت توغنديز برید کې يو تن ټپي شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د عراق پلازمېنې بغداد کې د امريکا پر سفارت درې توغنديز بریدونه شوي دي.

اې ايف پي خبري اژانس د لوړپوړي عراقي چارواکي له قوله ليکلي، په دغه برید کې يو تن ټپي شوی، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

د رپوټونو له مخې بريد په کانټين کې د خوراک پر مهال شوی دی.

له تېرو څو اونيو راهيسې بغداد کې د امريکا پر سفارت دا دريېم برید دی. تر هغه مخکې د تېر ډيسمبر په ۳۰مه نېټه پارېدلو لاريونوالو د سفارت ودانۍ اور ورته کړی و.

د امريکا سفارت تر اوسه په دې اړه د رسنيو پوښتنو ته له ځواب ويلو ډډه کړې، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت عراقي چارواکو ته ويلي، چې د امريکايي سفارت او ديپلوماتانو خونديتوب په اړه خپل مسؤوليت ادا کړي.

د عراق لومړي وزير عادل عبدالمهدي او د پارلمان رئيس  محمد الجلوسي د دغه راکټي برید غندنه کړې او دا يې په عراق کې د نوې جګړې د پيلولو هڅه بللې ده.

د يادونې وړ ده، چې عراق کې له تېرو څو مياشتو راهيسې د حکومت پر خلاف پراخې مظاهرې روانې دي، همدارنګه د امريکا او ایران ترمنځ د تازه پيدا شوي تاوتريخوالي له امله هم بغداد له ډېرو فشارونو سره مخ دی.

د تېر کال ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۲۵مه د عراق په شمال کې يو امريکايي قرادادي ووژل شو، امريکا يې په ځواب کې د حزب الله شيعه ملېشو پر مرکزونو برید کې د قومندانانو په شمول ۲۵ تنه ووژل.

د امريکا له ځوابي برید وروسته پارېدلو لاريونوالو بغداد کې د امريکا سفارت يوې برخې ته اور ورته کړ او تر هغه وروسته په رسمي توګه د امريکا او ایران ترمنځ شخړې رامنځته شوې.

امريکا د روانې جنورۍ په درېيمه د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د ایران د القدس ځواکونو مشر جنرال قاسم سليماني او عراق کې د شيعه ملېشو «الحشد الشعبي» قومندان ابو مهدي المهندس ووژل، ایران يې په ځواب کې د عراق جنوب کې پر دوو امريکايي اډو له يو درجن زيات راکټي بریدونه وکړل.

که څه هم د امريکا او ایران ترمنځ روان تاوتريخوالی په ظاهره کم شوی ښکاري، خو په عراق کې د شيعه ګانو مذهبي او سياسي مشر مقتدی صدر پلويانو له تېرو څو ورځو راهيسې په عراق کې د امريکايي عسکرو پر خلاف مظاهرې پيل کړي او د امريکا د وتلو غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x